کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

دميدان وردګو ولايت نوي والي عبدالمجيدخان خوګياڼي په دنده پيل وکړ

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 10 میزان 1391 ساعت 15:43


دمیدان وردګو ولایت نوی والي عبدالمجیدخان په ولایت کې په یولړ جوړو شوو مراسمو کې ددې ولایت خلکو ته ورپيژندل شو او په کار یې پيل وکړ.

په پیل کې دولایتي شورا ریس شیرشاه بازون نوي والي ته ښه راغلاست وویل او ترڅنګ یې ترې هیله وکړه چې د ولسونو دغوښتنو سره سم اړین او ګټور خدمتونه وړاندې کړي.

ورپسې د سیمه ایزو ارګانونو خپلواکې ادارې دپالیسۍ مرستیال ډکتر فرید ماموندزي دولسمشر(۳۹۳۲) ګڼه فرمان ګډونوالو ته ولوست چې پکې دمیدان وردګو ولایت دوالي په توګه یې عبدالمجیدخان ټاکنې حکم کړې وو، همدارنګه ښاغلي ماموندزي په تیرو څه باندې څلورو کلنو کې دمخکني والي محمدحلیم فدایي دامنیت، بیارغاونې او ښې حکومتوالۍ په برخه کې ترسره کړې هلې ځلې وستایلې اود دندو ادلون بدلون یې دحکم
دپالیسویوه برخه وبلله، همدارنګه دپالیسۍ مرستیال هیله وښوده چې ټاکل شوي والي به هڅه وکړي چې د ولسونو لومړیتوبونو ته پاملرنه وکړي.

جوړې شوې غونډې ته نوي والي عبدالمجیدخان خوګیاڼي وویل چې راسپارل شوې دنده امتیاز نه بلکې یو دروند مسولیت دی او په دغه دروند مسولیت په ترسره کولو کې دولسونو ریښتنې مرسته اړینه ده او که چیرته ولسونه په ریښتیا دحکومت سره لاسونه ورکړي نو شته ستونزې به ژر پاي وموموي، همدارنګه ښاغلي والي له ولسونو وغوښتل چې دامنیت په تامین کې ورسره مرسته وکړي.

وروسته په وار سره په ولسي جرګه کې دمیدان وردګو ولایت دخلکو استازې صدیقې مبارز،دسولې ولایتي کمیټې په استازیتوب محمداسحاق دقیق،قومي مشر عبدالحمید پيام او استاد ناصر په وار سره خبرې وکړې نوموړو نوي ټاکل شوي والي ته په چارو کې دبریالیتوبونو ترڅنګ یې د والي څخه د ولسونو دهراړخیزو مرستو څخه
یادونه وکړه، همدارنګه نوموړو دمخکني والي ښاغلي فدایي دترسره کړو کارونو څخه
ستاینه وکړه.

په پای کې نوی والي عبدالمجیدخان خوګیاڼی دپالیسۍ مرستیال او راغلو مشرانو
لخوا دولایت مامورینو او ورسپارل شوې دندې ته ورپیژندل شو.


د مطلب کود: 49834

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/49834/دميدان-وردګو-ولايت-نوي-والي-عبدالمجيدخان-خوګياڼي-په-دنده-پيل-وکړ

آوا
  https://www.avapress.com