افغان اونړیوالو ځواکونو د کندهار په میوند ولسوالۍ کې د یو طالب قوماندان د نیولو خبر ورکړ.
د دغو ځواکونو له مطبوعاتي دفتر څخه په خپره شوې اعلامیه ویل شوي؛ چې یاد طالب قوماندان نن دافغان اونړیوالو ځواکونو په ځانګړې علمیاتو کې نیول شوي دي.
اعلامیه زیاتوي، چې یاد قوماندان په سیمه کې افغان اونړیوالو ځواکونو ته ماینونه اېښودل اوهم یې په وسله والو جګړو کې لاس درلود.
تراوسه وسله والو طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)