دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۶ میزان ۱۳۹۱ ساعت ۲۱:۰۵
د مطلب کود : 50146
ترانسپورت او هوایي چلند وزیر:

اداری فساد د مدیرانو د فساد پایله ده

اداری فساد د مدیرانو د فساد پایله ده
د هیواد د ترانسپورت او دملکي هوایي چلند وزارت د ولسمشر د(۴۵) ګڼه فرمان دپلي کیدو د څرنګوالي په اړه له تیرې ورځې څخه یو دوه ورځني سمینار په کابل کې دایر کړی دی.
د«افغان غږ خبری آژانس»اژانس د خبر له مخې د ترانسپورت او ملکي هوایي چلند وزیر«دتود علي نجفي» پدې سمینار کې وویل: د ولسمشر فرمان زمونږ مسولیت خورا دروند کړی دی خو سره لدې هم مونږ خپل مسولیت لرو.
نجفي ددې سمینار د جوړیدو موخه د اداري فساد درو کاوي د هغه دپیژندلو لاملونه او ددې معضلې د له منځه وړلو لپاره د ولسمشر کرزي د فرمان پلي کول اعلان کړل.
د ترانسپورت وزیر ددې تکې په بیانولو سره چې له اد ارې فساد سره مبارزه کلک عزم او ټینګ تصمیم ته اړتیا لري،ویي ویل: په ادارو ارګانونوکې دفساد دشتون لامل د هغوﺉ د رییسانو او مدیرانو د فساد پایله ده.
هغه په ادارو کې دفساد بل لامل کاغذ پراني او دستونزو په او ارولو کې پیچلتیا پیداکول ونومول او زیاته یې کړه: په هغه صورت کې چې په ادارو کې د مراجعینو د وسیوته سمه رسیدنه وشي، هغوﺉ به دبډو ورکولو ته د نا چارۍ له مخې زړه ښه نه کړي.
د ترانسپورت او هوایي چلند وزیر وویل: دا وزارت یوه عایداتي اداره ده او فاسد کار کوونکي ته به دیوې ورځې لپاره هم شتون اجازه ورنکري.
د نجفي په وینا: له اداري اصلاحاتو سره همغږی شوی څو هر رییس او هر مدیر چې دخپل کار په پیل کې عوایدي کسر ولري په قاطعیت سره یې لیرې کوو.
د ترانسپورت او هوایي چلند وزیر، د عواید لږوالی د اداري فساد محصول وباله او ددې وزارت په ځینو مرکزونو او اداروکې د عوایدو دکسر شتون خبریې ورکړ او ویي ویل له هغو مرکزونو سره چې عایدات یې کسر لري په کلکه تو کړنه به ورسره وشي.


سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcd9f0k.yt0zo6bl2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته