کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

افغانستان د ناټو د دفاع وزیرانو د روانې غونډې د اجنډا په سر کې دی

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 18 میزان 1391 ساعت 14:09


تاند - د ناټو د غړیو هیوادونو دفاع وزیران د بلجیم په بروکسل کې راغونډ شوي چې د تړون پر مصرفي ژمنو په تېره بیا د افغانستان د جګړې د لګښتونو په باب خبرې وکړي.

د افغانستان مسله د ناټو د دې دوه ورځنۍ غونډې، چې نن پیل شوه، د اجنډا په سر کې ده. دوی به سبا/ چهارشنبه/ د افغانستان پر حالاتو ځانګړي خبرې وکړي.

په بروکسل کې د ناټو چارواکي وايي چې ژر به ناټو تړون د افغان ځواکونو د روزنې لپاره نوی پلان پیل کړي څو تر ۲۰۱۴ مخکې، چې نړیوال ځواکونه له افغانستانه وځي، افغان ځواکونه د خپل هیواد ټول امنیتي مسوولیتونه په غاړه واخلي.

ناټو تړون په داسي حال کې په افغانستان کې د خپلو پوځیانو پر مصرفي ماموریت بحث کوي چې د دې تړون غړي هیوادونه د نړیوال اقتصادي بحران له کبله د بودجې له کسر سره مخامخ دي او هر هیواد هڅه کوي چې خپلې دفاعي او نورې بودجې کمې کړي.

دغو هیوادونو د شیکاګو په کنفرانس کې ژمنه کړې وه چې له افغانستان سره به د اوږدې مودې لپاره پوځي او اقتصادي مرستې کوي.

د ناټو په روانه غونډه کې به افغان امنیتي ځواکونو او سیمه ییزو پولیسو ته د افغانستان د پنځه اویا فیصدو د امنیت ساتنې د مسوولیت د سپارلو په اړه هم خبرې وشي.

د افغان امنیتي ځواکونو له منځه د ناټو پر پوځیانو حملې به د غونډې د بحث بله موضوع وي ځکه چې دې مسلې د ناټو غړي سخت اندېښمن کړي دي. دوی د دې مسلې په خاطر د یوې مودې لپاره له افغان امنیتي ځواکونو سره ګډ عملیات وځنډول.

تراوسه پوري د افغان امنیتي ځواکونو له خوا د ناټو شاوخوا ۵۳ سرتېري وژل شوي دي.


د مطلب کود: 50230

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/50230/افغانستان-د-ناټو-دفاع-وزیرانو-روانې-غونډې-اجنډا-په-سر-کې-دی

آوا
  https://www.avapress.com