دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۹ میزان ۱۳۹۱ ساعت ۱۵:۵۷
د مطلب کود : 50316
جنوبي کوریا د بامیان د عامې روغتیا له ریاست سره مرسته وکړه
جنوبي کوریا د بامیان د عامې روغتیا له ریاست سره د یو ټن درملو مرسته وکړه.

د بامیان والي حبیبې سرابي ازادۍ راډيو ته وویل، چې دا اندازه درمل یې چې د بېلابېلو ناروغیو لپاره دي پرون تر لاسه کړي او پر بېلابېلو ولسوالیو به یې و ویشي.

میرمن سرابي هیله و ښوده چې دا درمل به دژمي په موسم کې چې د دې ولایت زیاتره مواصلاتي لاري بندي وي، د خلکو ستونزي هواري کړي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcce1qp.2bqxs8j5a2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته