کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د پوهنې وزارت په افغانستان کې ددیني مدرسو د پراختیا هڅې پراخې کړیدي

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 23 میزان 1391 ساعت 15:48


په همدې لړ کې نن د کابل په پغمان ولسوالۍ کې د یوه باب دارالحفاظ د ودانۍ د جوړیدو چارې پیل شوې .
د حضرت حمزه (رض) په نوم دغه دارالحفاظ ته نوې ودانۍ د خواجه مسافر د زیارت په خواکې جوړیږي.

په دغې ودانۍ به د پوهنې وزارت له پرمختیايي بودجې څخه څه باندې ۶ میلیون افغانۍ ولګیږي او د ۹ میاشتو په ترڅ کې به یې کار بشپړ شي . دغه نوې ودانۍ به ۸ درسي خونې او څه باندې ۴۰۰ زده کونکو ته به پکې د زده کړې سالم چاپیریال برا بر شي .

دغه دارالحفاظ له تیرو ۱۹ کلونو را هیسې فعال دی خو منظمه ودانۍ یې نه لرله .

د پوهنې وزارت وايي چې په راتلونکو څو کلونو کې به په سلګونو دیني مرکزونو ته
نوې او عصري ودانۍ جوړې کړي .


د مطلب کود: 50534

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/50534/د-پوهنې-وزارت-په-افغانستان-کې-ددیني-مدرسو-پراختیا-هڅې-پراخې-کړیدي

آوا
  https://www.avapress.com