د جمهور رئیس حامد کرزي په مشرۍ د ملي امنیت شورا غونډه جوړه شوه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس حامد کرزي په مشرۍ د ملي امنیت شورا غونډه نن له غرمې مخکې په ارګ کې جوړه شوه.
په دې غونډه کې چې د جمهور رئیس لومړي مرستیال، د ملي شورا د دواړو مجلسونو ر ئیسانو او د ولسي جرګې او مشرانو جرګې د دفاعي چارو او بین المللي اړیکو د کمیسیونونو مشرانو حضور درلود، د افغانستان او سیمې د مهمو امنیتي او سیاسي مسایلو او د هېواد په سرحدي سیمو کې د احتمالي ګواښونو په اړه خبرې اترې وشوې او لازم تصمیمونه ونیول شول.
جمهور رئیس لارښوونه وکړه چې د امنیتي تصمیمونو د نیولو په برخه کې د لا همغږۍ په موخه، له دې وروسته چې تر څو ایجابوي، د ملي شورا د دواړو مجلسونو رئیساندې د ملي امنیت شورا په غونډو کې ګډون وکړي.
وروسته د ملي دفاع وزیر سترجنرال بسم الله محمدی د ملي اردو د ځواکونو د ځای په ځای کولو په اړه د ملي امنیت شورا غونډې ته معلومات ورکړل او په لویو لارو او سرحدي سیمو کې یې د ملي اردو د ځای په ځای کولو د بهیر په اړه د بیا کتنې لپاره د هغه وزارت تصمیم بیان کړ.
دغه راز د ملي امنیت شورا په غونډه کې د پکتیا په ګیان ولسوالۍ او د لغمان ولایت په دولت شاه ولسوالۍ کې د ملي اردو د ځواکونو ځای په ځای کول وارزول شول او په دې برخه کې لازمې لارښوونې ورکړل شوې.