کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

پر افغان پولو د پاکستان د راکټي حملو مساله د م.م امنیت شورا ته استول شوې

د صدای افغان خبری آژانس (آوا) , 24 میزان 1391 ساعت 8:03


په افغانستان کې د ملګروملتونوځانګړي استازي یان کوبیش د شنبې په ورځ ننګرهار ته د خپل سفر په ترڅ کې رسینوته وویل؛ چې د کونړ، نورستان او ننګرهار پرځینو سرحدي سیمو د پاکستان له خوا د توغندیز بریدونو مساله دملګرو ملتونو د ا منیت شوراته استول شوې او د ملګرو ملتونو سرمنشي بان کي مون يې په دقت څاري.

نوموړی وايي، د ملګروملتونوسرمنشي بان کې مون د ځينومسایلو په اړه یوشمیر رپوټونه چمتو کړي، چې دې ستونزې ته په کې هم اشاره شوې ده. هغه وايي، ټاکل شوې، چې په نږدې راتلونکي کې د یادې ستونزې دحل لپاره د نړیوالې ټولنې، پاکستان او افغان چارواکو ترمنځ یوه ګډه ناسته جوړه شي.

"د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په عمومي غونډه کې د افغانستان د استونز په جدي توګه بحث شوې ده.

ماپه خپله د دې ستونزې په اړه دامنیت شور اته معلومات ورکړل. د بان کي مون په رپوټونو کې هم دې مسالې ته اشاره شوې ده. ملګري ملتونه به د ستونزې د حل لپاره د یوې کډې ناسته زمینه برابره کړي."

د ننګرهار والي ګل اغا شیرزی ننګرهار ته دیان کوبیش سفرګټور بولي اووايي چې په سیمه کې دنوروډیروستونزوترڅنګ یې ورسره دپاکستان دتوغندیزبریدونوپه اړه هم خبرې کړي؛ چې یان کوبیش یې ورته دحل ډاډ ورکړ.

"موږ د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي سره خبرې وکړې، زموږ خبرې ډيرې ګټورې وې او راسره يې ژمنه وکړه، چې د پاکستان حکومت له خوا د راکټي بریدونو مساله به اواره شي."

د خپرو شویو رپوټونو له مخې د تیر یونیم کال راهیسې د ختیځې سیمې پر ځينو سرحدي سیمو د پاکستان حکومت له خوا توغندیزبریدونه روان دي، چې له امله یې لسګونه ملکي کسانوته مرګ ژوبله اوښتې او سلګونه نورله خپلوسیمو بې ځایه شوي.

د ملګرو ملتونوځانکړي استازي یان کوبیش ننګرهار ته د خپل دې سفرپه ترڅ کې د "هرین سانګ" په نوم یوه بهرنۍ میرمنه په ختیځه سیمه کې د یونما د سمیه ییزې مشرې په توګه خپلو سیمه ییزو کارکوونکو او ولایتي چاروا کوته ور وپيژندله او په همدې مهال یې د ختیخې سیمې د سیمه ییز دفتر لپاره د ولایت مقام ته څېرمه په دولتي ځمکه کې د یوې نوې جوړې شوې ودانۍ پرانسته وکړه.

په جلال اباد کې د یوناما دفتر د معلوماتو له مخې پر دغې نوې جوړې شوې ودانۍ شاوخوا دوه میلیونه ډالره لګښت راغلی؛ چې دغه پيسې د ملګرو ملتونو له خوا ورکړل شوي دي.


د مطلب کود: 50578

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/50578/پر-افغان-پولو-د-پاکستان-راکټي-حملو-مساله-م-امنیت-شورا-ته-استول-شوې

آوا
  https://www.avapress.com