دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۴ میزان ۱۳۹۱ ساعت ۲۰:۴۰
د مطلب کود : 50646
افغان ولسمشر دې د روان کال ترپایه د انتقال څلورم پړاو اعلان کړي
په داسې حال کې چې په افغانستان کې د امنیت د انتقال دریم پړاو لا پای ته نه دی رسیدلی په کابل کې د ناټو سازمان مسوولینو له جمهور رییس حامد کرزي څخه وغوښتل؛ چې د امنیتي مسوولیتونو د انتقال څلورم پړاو دې اعلان کړي.

په کابل کې د ناټو د ملکي استازي ویاند "ډومنک مېډلي" وویل؛ چې له پلان سره سم به د راتلونکې میلادي کال تر نیمايي پورې د ټول افغانستان امنیت خپلو ځواکونو ته یې وسپارل شي.

نوموړي د دوشنبې په ورځ په یوه خبري کنفرانس کې تمه وښودله چې د روان میلادي کال له پای ته رسیدو مخکې جمهور رییس حامد کرزی هغه سیمې په ګوته کړي؛ چې په راتلونکې پړاو کې یې امنیت سپارل کیږي:

"موږ له جمهور رییس کرزي څخه تمه لرو، چې د دې کال له خلاصیدو مخکې څلورمه ډله هغه سیمې اعلان کړي؛ چې باید امنیت د انتقال په پروسه کې شاملې شي. د انتقال د پروسې دریم پړاو د شیکاګو له غونډې مخکې د می په میاشت کې اعلان شو و، په دریم پړاو کې چې د ولسوالیو دریمه برخه او د افغانستان د نفوس شاوخوا اویا فیصده په کې شامل دي؛ اوس د انتقال په پروسې کې شاملیږي."

تراوسه څرګنده نه ده، چې د امنیت د انتقال دریم پړاو څومره تطبیق شوی، خو په کابل کې د ایساف ځواکونو ویاند وايي؛ دغه مساله به ډیر ژر روښانه شي.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdciqqaw.t1au526kct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته