دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۵ میزان ۱۳۹۱ ساعت ۱۶:۴۵
د مطلب کود : 50686
د افغانستان او د انګلستان ترمنځ د ګډ کمسیون لمړنۍ ناسته

1. د افغانستان اسلامي جمهوري او د بریتانیا دولتونو د افغانستان او بریتانیا د ګډ کمسیون لمړنۍ ناسته د ۱۳۹۱ کال د تلې په ۲۵ نیټه ترسره کړه. دا ناسته په ګډه توګه د بهرنیو چارو سیاسي مرستیال جاوید لودین او د بریتانیا په بهرنۍ او د ګډو ګټو لرونکو هېوادونو وزارت کې د دولت ارشدې وزیرې، مېرمن سعیده وارثی په مشرۍ تر سره شوه.

2. دا ګډ کمسیون په دې موخه رامنځته شو تر څو د موجوده استراتیژیکې ملګرتیا د اسنادو له پلي کېدلو څخه چې د ۲۰۱۲ کال د جنوري په ۲۸ نېټه د ولسمشر کرزي او لمړي وزیر ډیوډ کامرون له خوا لاسلیک شول، څارنه وکړي د دې کمیسون ناسته باید لږ ترلږه په کال کې یو ځل ترسره شي.


3. دواړو خواوو د ۲۰۰۱ میلادي کال څخه را په دې خوا د ښوونې او روزنې، روغتیا، زیربنایې او اقتصادي پراختیا په برخو کې د افغانستان د خلکو تاریخي لاسته راوړنو څخه چې د بریتانیا په شمول د افغانستان د سیمه ایزو او نړیوالو ملګرو په ملاتړ تر لاسه شوې دي، یادونه وکړه.

4. دواړو خواوو د افغانستان او بریتانیا د ملګرتیا پر سیاسي اهمیت باندې ټینګار وکړ، او ژمنه یې وکړ تر څو په راتلونکي کلونو کې دا همکاري لا نوره پیاوړې کړي. دا ملګرتیا په ګډو ګټو او موخو باندې، او همداراز د دواړو خپلواکو
هېوادونو تر منځ پر دوه اړخیز درناوی باندې ولاړه ده. دوی همداراز ټینګار وکړ چې یو امن او آزاد افغانستان د دواړو هېوادونو او د سیمي په ګټه ده.

5. دواړو خواوو د هغو ژمنو یادونه وکړه چې د نړیوالې ټولنې له خوا په شیکاګو او توکیو په کنفرانسونو کې شوی چې د افغانستان راتلونکی امنیت او پرمختیا به خوندي کړي. هغوی همداراز د دوه اړخیزې حساب ورکونې کاري چوکاټ چې په توکیو کې پرې هوکړه شوی وه، په بشپړ پلي کېدلو باندې ټینګار وکړ. د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال، جاوید لودین په دې اړه د جمهوري ریاست ۴۵ فرمان، چې د ۲۰۱۲ کال د جولای په میاشت کې صادر شوی وو، د یو مهم ګام په توګه یاد کړ.
مېرمن وارثي یو ځل بیا د بریتانیا پر ژمنې ټینګار وکړ ، چې د افغانستان ملي امنیتي ځواکونو د مالي تمویل له پاره به په کال کې ۷۰ ملیونه پونډه مرسته کوي او خپل پراختیایې مالي مرسته چې په کال کې ۱۷۸ ملیونه پونډه کېږي، تر ۲۰۱۷ کاله پورې جاري ساتي.

6. دواړو خواوو د افغانستان د ملي امنیتي ځواکونو په روزنې او زدکړو کې د بریتانیا د پانګونې او د افغانستان د پولیسو څخه د بریتانیا د ملاتړ سربېره، د هغو مرستو څخه چې د بریتانیایې ځواکونو له خوا په افغانستان کې ترسره کېږي،
بیاکتنه وکړه. دوی په ځانګړې توګه د افغانستان د ملي اردو د افسرانو اکاډمۍ د تېره اوونۍ د افتتاح مراسمو څخه، چې د بریتانیا له خوا یې ملاتړ کېږي د هرکلی وکړ. مېرمن وارثي همداراز د قانون د حاکمیت د لا پیاوړي کولو لپاره د افغانستان له هڅو څخه د بریتانیا د ملاتړ پر ژمنو یو ځل بیا ټینګار وکړ، د بېلګې په توګه د جنایې عدالت کاري ډلې له لارې چې په تېرو څلورو کلونو کې د مخدره توکو ۲۵۰۰ قاچاق وړونکي محکوم کړي دي.

7. د بهرنیو چارو وزارت مرستیال، جاوید لودین په افغانستان کې د دایمي سولې او پخلاینې د تحقق لپاره د افغانستان د دولت پر هڅو ټینګار وکړ. د بهرنیو چارو وزارت مرستیال، د درې اړخیزو خبرو اترو په شمول چې د پاکستان اسلامي جمهوریت په کې شامل دی، د افغانستان د سولې او پخلاینې له هڅو څخه، د بریتانیا
له کلک ملاتړ څخه هرکلی وکړ. په دې برخه کې دواړو خواوو هغو ناستو ته چې د جولای په ۱۹ په کابل او د سپتمبر په ۲۶ نېټه په نیویارک کې د ولسمشر کرزي، لمړي وزیر کامرون، او د پاکستان له لوري د لمړي وزیر اشرف او ولسمشر زرداري تر منځ ترسره شوی وو، اشاره وکړه. مېرمن وارثي د تېرې میاشتي د سولې او ملي
یووالي د اوونۍ د ترتیب او ترسره کولو لپاره د سولې عالي شورا او دارالنشاء ته مبارکي وویله او یو ځل یې بیا یادونه وکړه چې بریتانیا د افغانستان د سولې او پخلاینې له پروګرام سره له ۱۰ ملیونو پونډو څخه ډېره مرسته کړې ده.

8. دواړو خواوو پر هغه رول چې سیمه ایزې همکارۍ یې باید د افغانستان د سولې په تحکیم او هوساینې او د سیمي په باثباته کولو کې ولوبوي یادونه او وکړ، او د استانبول د بهیر په چوکاټ کې د ترسره کېدونکي ارزښتانکه ګامونو له اخیستلو څخه یې هرکلی وکړ.

9. دواړو خواوو د قوي، شفافو او مسؤلو سیاسي ادارو په پرمختیا او بشري حقونو ، په ځانګړې توګه د ښځو د حقونو په اړه خپلې ژمنې بیاتازه کړې. د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ښاغلي لودین په ۲۰۱۴ کال کې د ټول شمولو، آزادو او رڼو ولسمشریزو ټول ټاکنو د ترسره کولو په اړه د افغانستان په هوډ ټینګار وکړ.

10.میرمن وارثی څرګنده کړه چې بریتانیې سږ کال د افغانستان د پارلمان د مرستې پروګرام او د افغانستان بشري حقونو خپلواک کمیسون سره ۵۰۰۰۰۰ پونډه مرسته کړیده. نوموړې تایید کړه چې بریتانیا به ۱۲ ملیونه پونډه د ټول ټاکنو په موخه د ملګرو ملتونو د II Elect پروګرام له لارې مرسته وکړي. هغې همداراز یادونه وکړه چې بریتانیې د مدني ټولنو ۲۷ نهادونو ته۲.۳ ملیون ډالره بلاعوضه مرسته ورکړې، چې له دغې جملې څخه ۱۵ یې د ښځو سازمانونه دی، ترڅو په افغانستان کې عدالت ته لاس رسۍزیات او د سولې ټینګولو او د شخړو حل او فصل فعالیتونه مخته یوړل شي.

11.دواړو خواوو د افغانستان د اقتصادي پرمختیا او له مالي پلوه په خپل ځان د بسیاتوب په لور پرمختګ کې د مرستې په اړه په یو ځای کار کولو موافقه وکړه. دوی د بهرنۍ پانګې د راجلبولو او د خوځنده خصوصي سکتور پرمختګ په ځانګړې توګه د داسې سکتورونو لکه د کانونو سکتور، د اهمیت یادونه وکړه. دوی همداراز د فساد
پر وړاندې د هڅو د رول په اهمیت ټینګار وکړ.

12.دواړو خواوو همداراز د افغانستان او بریتانیې ترمنځ د کلتور، پوهنې، رسنیو او هنرونو په برخه کې د زیاتې همکارۍ په اړه خبرې اترې وکړي.

13.د ګډ کمیسون راتلونکې غونډه به په ۲۰۱۳ کال کې په لندن کې جوړه شي.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcceeqp.2bqx48j5a2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته