دخپریدو نیټه :شنبه ۲۹ میزان ۱۳۹۱ ساعت ۰۸:۵۶
د مطلب کود : 50855
د ترکیې د باندنیو چارو وزیر: که په افغانستان کې سوله نه وي اسیا به سوله ونه ویني
اوغلو وايي تر څو چې په افغانستان کې سوله نه وي ټینګه شوې، اسیا به د سولې مخ ونه ویني.

ښاغلي اوغلو د جمعې په ورځ د آی سي جي یا د افغانستان لپاره د تماس د نړیوالې ډلې د غونډې په پرانستونکې وینا کې وویل، دا غونډه نه یوازې د افغانستان لپاره مهمه ده بلکې د نړیوالې ټولنې او هغو ټولو هیوادونو لپاره مهمه ده چې له افغانستان سره خاص ارتباط لري. د ترکیې د باندنیو چارو وزیر همداراز وویل: «افغانستان په یوویشتمه پېړۍ کې د نړیوالې ټولنې لپاره لومړنۍ او تر ټولو لویه ازموینه ګڼل کېږي.او موږ په افغانستان کې ناکامي زغملی نه شو.»

داوود اوغلو زیاته کړه:«ترکیې د یوه پخواني دوست په توګه تل افغانستان ته اوږه ورکړې. موږ تل د اقتصادي پرمختګ، سولې او سیاسي ثبات لپاره له افغانستان سره مرسته کړې ده.

موږ افغانستان د اسیا زړه ګڼو. دا تشبیه شاعر اقبال کړې وه او زه یې د هغه تر اغېز لاندې د اسیا له زړه سره تشبیه کوم.»

داوود اوغلو تاکید وکاوه چې که افغانستان ته، چې د اسیا زړه دی، سوله رانه شي، په اسیا کې سوله نه شي راتلای. که افغانستان روغ وي او دولت یې سم فعال وي، ټوله اسیا به امن او خوندي وي.»

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر دا هم وویل:«زموږ ماموریت دا دی چې په افغانستان کې د سولې او امنیت د رامنځته تګ اسانتیا برابره کړو. که موږ په افغانستان کې سوله او امنیت را نه وستلی شو، په نړیوال نظام کې به امنیت، سوله او ثبات را نه وستلی شو. زه افغانستان خپل هیواد احساسوم.»

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر یادونه وکړه، د افغانستان او ترکیې اړیکې د نړۍ د هیوادونو په سیاسي تاریخ کې د دوو دولتونو په توګه تر ټولو پخوانۍ اړیکې ګڼل کېږي. له افغانستان سره د ترکیې د حکومت د ستراتیژیک ايتلاف لومړنۍ موافقه په ۱۹۲۱ کې د ترکیې د خپلواکۍ د جګړې په ترڅ کې لاسلیک شوه.

ده د افغانستان د ملي اردو په جوړولو کې د ترکیې رول ته په اشارې وویل:« په داسي حال کې چې موږ په خپله خاوره کې د خپلواکۍ لپاره مبارزه کوله، یو شمېر تر ټولو تکړه ترک پوځي صاحب منصبان مو افغانستان ته ولېږل چې د افغانستان اردو تاسیس کړي. له هماغه وخته، د ترکیې او افغانستان دولتي ادارې ورته والی لري. زموږ دوو هیوادونو ترمنځ اړیکې خورا نژدې دي.»

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر د افغانستان د نامتو شاعر مولانا جلال الدین بلحي یادونه وکړه، ویې ویل:« مولانا په قونیې کې ژوند کړی او خاورو ته سپارل شوی چې زما د زوکړې ښار دی خو مولانا اصلاً د افغانستان په بلخ کې زېږېدلی دی. له دې تاسو اندازه ولګوئ چې کله زه د افغانستان ښارونو ته ځم څه احساسوم، زه افغانستان خپله خاوره احساسوم، کله چې د مولانا بلخي شعرونه اورم، د افغانانو د خاورې بوی او د افغانستان د روح عمق احساسوم
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcamanm.49nwm1xhk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته