دخپریدو نیټه :شنبه ۲۹ میزان ۱۳۹۱ ساعت ۰۹:۴۶
د مطلب کود : 50859
د ناټو سرمنشي په افغانستاان کې د شفافو انتخاباتو غوښتنه وکړه
تاند - د ناټو عمومي منشي اندریس فوګ راسموسن د جمعې په ورځ د افغانستان پر حکومت ږغ وکړ چې په ۲۰۱۴ کال کې د ولسمشرۍ د ازادو، شفافو او عادلانه انتخاباتو لپاره هڅه وکړي.

ده شفاف، عادلانه او ازاد انتخابات په افغانستان کې د سولې د هلوځلو د تحقق لپاره مهم وبلل.

اندریس فوګ راسموسن دا خبره یوه ورځ وروسته له دې وکړه چې د افغانستان ولسمشر حامد کرزي د انتخاباتي د شکایتونو د اورېدو له کمیسونه د بهرنیانو د ایستلو غوښتنه وکړه.

حاضردمه د انتخاباتي د شکایتونو کمیسون اووه غړي لري چې پنځه یې افغانان او دوه نور یې بهرنیان دي.

د دې کمیسون افغان غړي د ولسمشر کرزي له خوا غوره کېږي، بهرني یې د ملګروملتو له لوري معرفي کېږي خو د افغانستان د ولسمشر تایید ته اړتیا لري.

راسموسن مزارشریف ښار ته نژدې د نړیوالو ځواکونو په اډه کې رویټرز خبري اژانس ته په مرکه کې وویل:«فکر کوم چې دا د افغانانو او د افغانستان د حکومت ترمنځ د اعتماد او باور د رامنځته کولو لپاره ضروري ده چې د ولسمشرۍ انتخابات په داسي ډول ترسره شي چې ازاد، عادلانه او شفاف وي.»

راسموسن د پنجشنبې په ورځ د ناټو د پنځه دېرش غړیو هیوادونو د جګپوړو دیپلوماتانو له پلاوی سره کابل ته لاړ او پرون یې د افغانستان دوه ورځنی سفر پای ته ورساوه.

ده په کابل کې د افغانستان له ولسمشرحامد کرزي او د ناټو او امریکايي پوځیانو له عمومي قومندان جان الن سره وکتل او هغه اوازې یې رد کړې چې ګنې ناټو غواړي چې له افغانستانه خپل ځواکونه تر مخکیني پلان مخکې باسي.

راسموسن په مزارشریف کې خبریالانو ته وویل، د افغانستان له اساسي قانون سره سم د سیاسي قدرت سوله ییز او ارام انتقال به یوه ازموینه او په افغانستان کې د دیموکراسۍ د دوام او پیاوړتیا نښه وي.

د ده په وینا د ولسمشرۍ د انتخاباتو د ترسره کېدا ډول به د ځواک لېږد د ټولې پروسې د اعتبار لپاره ډېره مهمه وي.

په داسي حال کې چې ناټو د افغانستان په لویه برخه کې د امنیت په راوستلو کې پاتې راغلې، پر انتخاباتو د دې تړون ټینګار د ځینو کتونکو شکونه زیات کړي او ویل شوي چې ممکن ناټو په دې وسیله غواړي چې په افغانستان کې کورنۍ جګړې ته لار اواره کړي.

د ولسمشرۍ د تېرې دورې په انتخاباتو کې تر اویا فیصده زیاتو خلکو خپلې رایې استعمال نه کړای شوې. په راتلونکو انتخاباتو کې د لا کمو خلکو د ګډون امکانات لیدل کېږي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdceov8n.jh87ni6rbj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته