دخپریدو نیټه :شنبه ۲۹ میزان ۱۳۹۱ ساعت ۱۶:۰۴
د مطلب کود : 50885
د ایران په چابهار بندر کې افغان سوداګرو ته د مځکو ویش پیل شو

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو وزارت چارواکي په دې باور دي، چې د ایران په چابهار بندر کې افغان سوداګرو ته د مځکې ورکړه به؛ د سوداګرو ټرازیټي ستونزې کمې کړي.

د سوداګرۍ وزیر ډاکتر انورالحق احدي د شنبې په ورځ په کابل کې خبریالانو ته وویل؛ چې د چابهار بندر له لارې افغانستان ته واردات له اقتصادي اړخه ګټور دي.

ښاغلی احدي وايي، چې د ایران د چابهار بندر اداري چارواکو د افغان سوداګرو د تاسیساتو لپاره ۵۰ هیکټاره مځکه بېله کړې؛ چې د افغان سوداګرو د ډیري غوښتني پر اساس به دغه اندازه نور هم ډیره شي.

د انورالحق احدي په وینا، تر اوسه یې په دې بندر کې څلورو افغان کمپنیو ته مځکه وکړې.

“هغه افغان کمپنۍ چې غواړي په چابهار کې سوداګري ولري، هغوی کولای شي، سوداګرۍ وزارت ته خپل کاري پلان راوړي، موږ یې ارزو او تر ارزوني وروسته هغه کسان چې غواړي مځکه واخلي موږ یې ورکوو.

دغه مځکه اوسه ۵۰ هیکټاره ده او له ۱۰ هیکټاره څخه مو ډیره نه ده ویشلې، لا ډیره مځکه پاتې ده، سوداګر کولای شي ژر غوښتنه وکړي.

که چیري غوښتنه ډیره شوه، د چابهار بندر اداري چارواکو ژمنه کړې، چې ممکن ډیره مځکه هم راکړي.”

د راپورونو له مخې شا او خوا شپږ میاشتې مخکې د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو وزارت او د ایران د چابهار بندر د چارواکو تر منځ پرېکړه شوې وه.

د ایران حکومت د دې پرېکړي له مخې منلې وه، چې ۵۰ هیکټاره مځکه به په چابهار بندر کې افغان سوداګرو ته د ۵۰ کلونو لپاره ورکوي، چې خپل تاسیسات پرې جوړ کړي او ایران ته به د یوه مترمربع د کاله 25 افغانۍ کرایه ورکوي.

افغان سوداګر که له یوې خوا د دې خبر هر کلی کوي، خو له بلې خوا له حکومت څخه غواړي، چې سوداګرو او صنعت کارانو ته دې پام ډیر کړي.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcdkj0k.yt0zj6bl2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته