سعودي چارواکو وویل، له یو عشاریه شپږ میلویون څخه زیات شمېر زیارت کوونکي له وړاندې حج ته ورغلي دي.
د چارشنبې په ورځ به دغه شمېره نوره هم لوړه شي، ځکه چې د پنجشنبې ورځ د عرفات ورځ ده. انتظار کیږي چې د داخلي حاجیانو شمېر به له اووه نیم لکو څخه زیات وي.
سره له دې، چې د غیر قانوني زیارت کوونکو د مخ نیوي لپاره په لارو باندې ګڼ شمېر د تلاشۍ پوستې لګول شوي دي، خو بیا هم هر کال ډيری کسان په غیر قانوني توګه ځانونه حج ته رسوي.
د حجاجو ګڼ شمېر کسان اسیایان دي، په تیره بيا له اندونیزیا څخه ډير کسان حج ته ځي، ځکه چې اندونیزیا د نړۍ تر ټولو لوی اسلامي هېواد دی او د دې هېواد سهمیه د نورو هېوادونو په پرتله ډيره ده.