افغان سوک وهونکی حمید رحیمي به نن له خپل تانزانیايي سیال سره د سوک وهنې سیالي وکړي.
د راپورنو له مخې دواړه د نړېوالو سیالیو اتلان پاتې شوي.
ښاغلی رحیمې له ازادۍ راډيو سره په مرکه کې تر ډيره هیله کړي چې دا لوبه به وګټي.
حمید رحیمي اوس مهال د سوک وهنې د نړېوالې ټولنې یا ډبیلو بي یو د منځني وزن اتلولي لري او تر اوسه یې په یو ویشتو لوبو کې یواځې یوه بایللې ده .
په داسې حال کې، چې سیال یې سعید میلوه بیا د نولسو بریاوو ریکارډ لري او هم د منځني وزن اتل دی .