دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۰ عقرب ۱۳۹۱ ساعت ۱۰:۰۵
د مطلب کود : 51390
افغان سوک وهونکې حمید رحیمي خپل تانزانیایي سیال ته ماتې ورکړه
افغان سوک وهونکې حمید رحیمي تیره شپه په کابل کې له خپل تانزانیایي سیال سعید ایمبلوا څخه د سوک وهنې سیالي وګټله او په متوسط وزن کې د سوک وهنې نړېوال اتل شو.

رحیمي ښه لوبه وکړه او په اوم رونډ کې یې د خپل رقیب پر اوږو سخت ګذارونه وکړل، چې په نتیجه کې یې هغه تسلیم شو. 

د دغې مسابقې لپاره چې د لویې جرګې په خیمه کې ترسره شوه، شاوخوا دوه زره نندارچیان راټول شوي و.

دا په دیرشو کلونو کې لومړی ځل دی، چې د سوک وهنې نړېواله لوبه په کابل کې ترسره کیږي.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcfxmdt.w6dy1az,iw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته