کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

جمهور رئیس حامد کرزي د حمید رحیمي د بریالیتوب له امله مبارکي وویله

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 10 عقرب 1391 ساعت 10:57


د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس حامد کرزي د تانزانیایي سیال په وړاندې د حمید رحیمي د بریالیتوب له امله هغه او د افغانستان ټول ملت ته مبارکي وویله.

تېره شپه، د سولې لپاره د مبارزې په نوم د افغان سوک وهونکي حمید رحیمي او د هغه د تانزانیایي سیال سعید امبیلوا ترمنځ د لویې جرګې په تالار کې د سوک وهنې سیالي ترسره شوه، حمید رحیمي وکولای شوای چې په اووم پړاو کې خپل تانزانیایي سیال ته ماته ورکړي او د سوک د نړیوال سازمان د بین القاروي منځني وزن د
قهرمانۍ کمربند لاسته راوړي.

د هېواد جمهور رئیس حمید رحیمي ته د مبارکۍ ویلو په ترڅ کې د تانزانیایي سوک وهونکي سعید امبیلوا چې افغانستان ته راغی او دلته یې سیالي وکړه، قدرداني وکړه .


د مطلب کود: 51396

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/51396/جمهور-رئیس-حامد-کرزي-د-حمید-رحیمي-بریالیتوب-له-امله-مبارکي-وویله

آوا
  https://www.avapress.com