دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۱ عقرب ۱۳۹۱ ساعت ۰۷:۳۱
د مطلب کود : 51446
حامد کرزي د جمهوري ریاست د انتخاباتو د نېټې د ټاکنې هرکلی وکړ
  د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس حامد کرزي د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون لخوا د جمهوري ریاست د انتخاباتو د نېټې د ټاکنې هرکلی وکړ.

د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون رئیس نن اعلان وکړ چې د جمهوري ریاست راتلونکي
انتخابات د ۱۳۹۳ کال د حمل په ۱۶مه ترسره کېږي.

د اساسي قانون او د هېواد د ټولو نافذه قوانینو مطابق او د کمیسیون لخوا د ټاکل شوې نېټې په نظر کې نیولو سره، جمهور رئیس د چارو ادارې لوی ریاست ته لارښوونه وکړه چې د هېواد د امنیتي ارګانونو په شمول ټولو اړوندو نهادونو ته دا ابلاغ کړي چې د ټاکل شوې نېټې په نظر کې نیولو سره، په دې برخه کې لازم چمتووالی ونیسي او د انتخاباتو له خپلواک کمیسیون سره د آزادو، منصفانه او سرتاسري انتخاباتو د ترسره کېدو په برخه کې، هر اړخیزې همکارۍ ترسره کړي.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdch-knm.23nzkdjyt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته