دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۱ عقرب ۱۳۹۱ ساعت ۱۵:۱۹
د مطلب کود : 51470
افغان او ایتلافي ځواکونو په هلمند کې د وسلوالو طالبانو یو مهم غړی نیولی
ایساف وایي، چې افغان او ایتلافي ځواکونو په هلمند ولایت کې د وسلوالو طالبانو یو مهم غړی نیولی، چې په پکتیا کې د اګست میاشتې په یوه برید کې یې لاس درلود.

دغو ځواکونو نن د یوې خبر پاڼې په خپرولو سره ویلي، چې دغه کس په پکتیا کې په یوې حملې کې لاس درلود، چې په نیتجه کې د ایساف یو سرتیريی وژل شوی و او څو نور ټپيان شوي و.

په اعلامیه کې دغه راز په یو شمېر ولایتونو کې د ایساف او افغان ځواکونو په عملیاتو کې د یوه اندازه وسلو د نیول کیدو خبر ورکړل شوی.

وسلوالو مخالفانو په دې اړه څه نه دي ویلې.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdce7e8n.jh8zfi6rbj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته