کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په هلمند ولايت كې ۱۱ تنه ترهګر نيول شوي دي

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 15 عقرب 1391 ساعت 17:08


د هلمند ولايت واكمنو ديوې خبر پاڼر په خپرولو ره ويلي دي چې د اختر په ورځو كې د يولړ تجسسي عملياتو په پايله كې ۱۱ تنه ترهګر،ددې ولايت د ملي ولايت دملي امنيت د ځواكونو پوسيله پيژندل شوى او نيول شوي دي.
د((آوا))اژانس د رپوټ له مخې،ملا شاګران،احمد،محمد يوسف،عبدالحكيم،نورالله،لعل محمد او نور پنځه تنه لكه(محمد صادق،عبدالرازق،عبدالخالق او ګران)چې دسيمه ايزو پوليسو په ليكو كې ئې دنده سرته رسوله،نيول شوو كسانو له ډلې څخه دي. 

د خبرپاڼې له مخې،دغو افرادو غوښتل چې دپوليسو له يونيوفورم څخه په استفاده سره،د هلمند د ولايت د نادعلى د ولسوالۍ په((كوپك))سيمه كې ترهګر بريدونه وكړي. 

همدارنګه ه دوئ څخه يوميل پيكا ما شينداره،دوه ميله كلاشينكوفونه،څلور ميله تفګچې او يو اندازه مهمات او ضد پرسونل ماينونه او يو عراده موتړ لاسته ورغلي دي.


د مطلب کود: 51679

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/51679/په-هلمند-ولايت-كې-۱۱-تنه-ترهګر-نيول-شوي-دي

آوا
  https://www.avapress.com