دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۶ عقرب ۱۳۹۱ ساعت ۱۰:۵۱
د مطلب کود : 51717
په امریکا کې خلک نن د راتلونکي ولسمشر د غوره کولو لپاره رایې ورکوي
په امریکا کې خلک نن د راتلونکي ولسمشر د غوره کولو لپاره رایې ورکوي.

دوي پرېکړه کوي، چې ولسمشر بارک اوباما ته د یوې بلې دورې لپاره او که د هغه سیال مېټ رومني ته به په سپینه ماڼۍ کې د کار چانس ورکوي.

ډېرې نظر پوښتنې ښيي، چې دواړه کاندیدان د عمومي رایو په تر لاسه کولو کې یو بل ته ډېر نژدې دي، خو عمومي رایې د امریکا د انتخاباتو د ګټلو وروستۍ پرېکړه نشي کولای بلکې یو کاندید باید په هر ایالت او په پلازمېنه واشنګټن ډي سي کې اکثریت رایې وګټي، څو په نتیجه کې یې لږ تر لږه د ۲۷۰ انتخاباتي حوزو رایې خپلې کړي.

د رایو ونډه ایالتونو او پلازمېنې ته د نفوسو په انډول ورکول کېږي. د نظرپوښتنو له نتایجو ښکاري، چې ولسمشر اوباما په اصطلاح په معلقو یا هغو ایالتونو کې چې دریځ یې نه دی روښانه، تر خپل سیال څخه په لږه اندازه مخکې دی. فلوریډا، اوهایو، ویرجینیا او کلوراډو په دوی کې مهم ایالتونه دي. 

سرچینه: ازادی رادیو
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdciyyaw.t1azz26kct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته