کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

حامد کرزي د هېواد د راتلونکي په اړه د کابل له یو شمېر ملا امامانو او خطیبانو سره وکتل

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 17 عقرب 1391 ساعت 9:09


د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس حامد کرزي د کابل ولایت د جوماتونو له یو شمېر خطیبانو او ملا امامانو سره په یوه مشورتي غونډه کې د هېواد د راتلونکو انتخاباتو او د یو باثباته راتلونکې په هکله د هغوی نظریات واورېدل.

دا غونډه د تېرو مشورتي غونډو په دوام دا ځل ددیني عالمانو او ملا امامانو سره له غرمې وروسته په ارګ کې جوړه شوه، د غونډې برخه والو په هېواد کې د سولې او ثبات د ټینګښت او نورو مسألو په اړه لاندې نظریات او پېشنهادونه جمهور رئیسوړاندې کړل:

- په افغانستان کې چې هر کله دیني عالمان خپل فکر او نظر بیانوي، نو په بېلابېلو طریقو سره تعقبیږي او ځورول کېږي، موږ په دې برخه کې د هېواد د جمهور رئیس خاصه پاملرنه غواړو او د خپل دغه حق د اعادې غوښتنه کوو.

- موږ په هېواد کې د محلي پولیسو او ملېشو د موجودیت پر خلاف یو او د افغانستان په ضرر یې بولو؛ په دې برخه کې مصرفېدونکې پیسې دې د ملي اردو او ملي پولیسو په تجهیزاتو او امکاناتو ولګول شي.

- د سولې او ثبات د ټینګښت لپاره که د افغانستان په اساسي قانون کې د بدلون اړتیا ولیدل شي؛ موږ یې ملاتړ کوو.

- د افغانستان په توقیف خانو او زندانونو کې د بندي شویو دیني عالمانو قضیو ته د رسیده ګۍ لپاره دې یو بې طرفه کمیسیون جوړ شي.


د مطلب کود: 51759

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/51759/حامد-کرزي-د-هېواد-راتلونکي-په-اړه-کابل-له-یو-شمېر-ملا-امامانو-او-خطیبانو-سره-وکتل

آوا
  https://www.avapress.com