دخپریدو نیټه :جمعه ۱۹ عقرب ۱۳۹۱ ساعت ۰۸:۵۲
د مطلب کود : 51894
حامد کرزي او رجب طیب اردوغان د تروریزم او افراطیت پر خلاف د سیمه ایزې
حامد کرزي او رجب طیب اردوغان د تروریزم او افراطیت پر خلاف د سیمه ایزې ګډې مبارزې پر اړتیا ټینګار وکړ

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس حامد کرزي نن له غرمې وروسته د اندونیزیا د بالي په ښار کې د ترکیې له صدراعظم رجب طیب اردوغان سره وکتل.

په دې کتنه کې دواړو لوریو د دواړو هېوادونو تر منځ په بېلا بېلو برخو کې د همکاریو پر پراختیا، په ځانګړي ډول د افغانستان د سولې په برخه کې د ترکیې د رول او په سیمه کې د مشترکو امنیتي ګواښونو پر خلاف د سیمه ایزو همکاریو پر جلب، خبرې اترې وکړې.

همداراز د هېواد جمهور رئیس او د ترکیې صدراعظم په دې کتنه کې د افغانستان، پاکستان او ترکیې تر منځ د دری اړخیزو ناستو د موثریت په اړه خبرې وکړې او په سیمه کې یې د هېوادونو تر منځ د اعتماد جوړونې او همکاریو، په ځانګړي ډول د ترورېزم او افراطیت پر خلاف د مبارزې په برخه کې، ددغو ناستو رول مهم وباله.

دغه راز دواړو لوریو د ترورېزم او افراطیت پر خلاف مبارزه کې د پاکستان پر رول باندې د ټینګار په ترڅ کې، د دری اړخیزو ناستو د ادامې پر اړتیا هم ټینګار وکړ .
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس (آوا)
https://avapress.com/vdceev8n.jh8zoi6rbj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته