دخپریدو نیټه :جمعه ۱۹ عقرب ۱۳۹۱ ساعت ۲۱:۱۶
د مطلب کود : 51912
افغانستان او اندونیزیا د سیاسي، تجارتي او فرهنګي همکاریو توافقنامې لاسلیک کړې
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس حامد کرزي او د اندونیزیا جمهور رئیس سوسیلو بمبنګ یودهویونو د دوه اړخیزو همکاریو د پراختیا لپاره په سیاسي، سوداګریزو او فرهنګي برخو کې، په پیاوړې توګه ژمن شول.

د افغانستان او اندونیزیا د مشرانو او لوړ پوړو چارواکو له خبرو وروسته، د دواړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو ډاکټر زلمي رسول او ډاکټر مارتي ګاوه، د دواړو هېوادونو د مشرانو په حضور کې د افغانستان- اندونیزیا د دوستۍ او همکارۍ، د سیاسي او خدمت پاسپورتونو لپاره د ویزې د رفع کولو او د دوه اړخیزه
مشاورتونو توافقنامې لاسلیک کړې.
دغه راز ددې مراسمو په ترڅ کې، د افغانستان او اندونیزیا تر منځ د فرهنګي پروګرامونو د تبادلې د تفاهم یادښت، د اطلاعات او فرهنګ د وزیر ډاکټر سید مخدوم رهین او د اندونیزیا د معارف او فرهنګ د وزیر ډاکټر محمد نوح تر منځ لاسلیک شو.

وروسته د اندونیزیا جمهور رئیس د افغانستان د اسلامي جمهوریت له جمهور رئیس حامد کرزي سره په یوه ګډه خبري ناسته کې وویل: موږ د دواړو هېوادونو تر منځ د اړیکو په اړه موثرې خبرې درلودې او دا چې څه ډول وکولای شو د اقتصاد، معارف، فرهنګ او نورو برخو کې دوه اړخیزې همکارۍ پراخه کړو. موږ اړوندو وزیرانو ته دنده وسپارله چې د نننیو خبرو پایلې تعقیب کړي او د عملي کولو په برخه کې یې
اقدام وکړي.

دغه راز د اندونیزیا جمهور رئیس د بالي د ډیموکراسۍ ټولنې په پنځمه ناسته کې د حامد کرزي د ګډون له امله مننه وکړه، ویې ویل چې د افغانستان د جمهور رئیس خبرې په نړۍ کې د ډیموکراسۍ د اصولو او ارزښتونو د اهمیت او تطبیق په اړه د قوي پیغامونو درلودونکې وې.

ده د حامد کرزي د مشرۍ ملاتړ وکړ او هیله یې وکړه چې افغانستان به د جمهور رئیس کرزي تر قوي مشرۍ لاندې پر ستونزو برلاسی شي.

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس حامد کرزي د خپلو خبرو په ترڅ کې اندونیزیا د افغانستان د خلکو پخوانی دوست وباله او د ډیموکراسۍ د تعمیم او دواړو هېوادونو د اړیکو د پراختیا په برخه کې یې د جمهور رئیس سوسیلو بمبنګ د نوښتونو ستاینه وکړه.

حامد کرزي وویل چې د اندونیزیا له جمهور رئیس سره یې کتنه، نه یوازې د دواړو هېوادونو د اړیکو د پراختیا لامل شوه، بلکې د دواړو هېوادونو د خلکو تر منځ د اړیکو د قوي او پیاوړي تهداب سبب هم شوه.

په هغه ګډه اعلامیه کې چې د نوموړو سندونو د لاسلیک او مذاکراتو وروسته د "په راتلونکي یوه لسیزه کې د افغانستان او اندونیزیا د اړیکو پیاوړتیا" تر نامه لاندې خپره شوه، راغلي:

- د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس حامد کرزي د اوقیانوسیه آسیا په سیمه کې د ډیموکراتیکو ارزښتونو د پراختیا لپاره د بالي د ډیموکراسۍ ټولنې د پنځمې ناستې د جوړېدو هرکلی وکړ.
- اندونیزیا ژمنه وکړه چې د افغانستان سره د تخنیکي همکاریو، ظرفیت لوړولو، د نهادونو د پیاوړي کولو، کرنې او ښځو د توانمندۍ په برخو کې ملاتړ کوي.

- دواړو هېوادونو ددوستۍ د نوې موافقتنامې چې د ۱۹۵۵ کال د موافقتنامې ځای یې ونیو، هر کلی وکړ. د دوستۍ ددغه موافقتنامې په اساس به ددواړو هېوادونو تر منځ سیاسي، اقتصادي، سوداګریزې، فرهنګي او اکاډمیکي همکارۍ پراخه شي.

-دواړو هېوادونو د فرهنګي پروګرامونو له لارې د کلتوري اړیکو پر پیاوړتیا موافقه وکړه او د اندونیزیا په پوهنتونونو کې یې د لا ډېر شمېر افغان محصلینو د منلو هر کلی وکړ. دغه راز اندونیزیا اعلان وکړ چې حاضر دي تر څو افغان استادانو ته په دغه هېواد کې روزنه ورکړي.

- د افغانستان جمهور رئیس اندونیزیایي سوداګرو او پانګوالو ته بلنه ورکوي تر څو په افغانستان کې پانګونه وکړي او دغه راز پدې ګډه اعلامیه کې د دواړو هېوادونو د سوداګریزو سکتورونو تر منځ پر تبادلاتو ټینګار شوی دی.

- د افغانستان او اندونیزیا جمهورو رئیسانو د قانون د تنفیذ په برخه کې د پرسونل د ظرفیت لوړلو د یادښت تفاهم چې له مخې به یې ۵۰ ملي پولیس د ترافیکو د مدیریت، د عامه نظم د پولیسو او جنایي تحقیقاتو په برخه کې د اندونیزیایي پولیسو لخوا په ممکنه فرصت کې روزي، هرکلی وکړ.

- د دواړو هېوادونو مشرانو د تروریزم او له ملتونو لوړ د سازمان شویو جرمونو پر خلاف د مبارزې په برخه کې د دوه اړخیزو همکاریو پر اهمیت ټینګار وکړ.

- افغانستان او اندونیزیا د قانون د تنفیذ، د سرحدونو د کنټرول او د سفر د اسنادو د بررسۍ او ساتنې د کارکوونکو د ظرفیت لوړولو د پروګرام، ژمنه وکړه.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcf01dt.w6dyyaz,iw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته