کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

وسله والو طالبانو د لوګر ولایت پر خروار ولسوالۍ برید کړی دی

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 20 عقرب 1391 ساعت 14:03



د لوګر امنیتي چارواکي وایي، چې پرون ناوخته وسله والو طالبانو د دې ولایت د خروار پر لرې پرتې ولسوالۍ حمله وکړه.

د لوګر د امنیې قومندانۍ د امنیت آمر رییس خان صادق عبدالرحیمزي آزادي راډیو ته وویل؛ چې په دې پیښه کې دوه تنه وسله وال طالبان وژل شوي.

ده څرګنده کړه، چې په دې پیښه کې افغان ځواکونو ته زیان نه دی رسیدلی او له حمله کوونکو څخه دوه موټرسایکلونه او دوه میله وسلې هم په سیمه کې پاتې دي.

وسله والو طالبانو لاتراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

په یوبل خبرکې د جوزجان د امنیې قومندانۍ د اپراسیون آمر عبدالمنان وایي؛ چې د سرپل ولایت د سوزمه قلعه ولسوال شیرشاه بابر نن سهار د وسله والو مخالفانوپه حمله کې ټپي شوی دی.

د دې حملې مسوولیت لاتراوسه کومې ډلې نه دی منلی.





شنبه 20 عقرب


د مطلب کود: 51947

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/51947/وسله-والو-طالبانو-د-لوګر-ولایت-پر-خروار-ولسوالۍ-برید-کړی-دی

آوا
  https://www.avapress.com