کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

اروپايي ټولنه په افغانستان کې د 60 میلیونه یورو مرسته کوي

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 23 عقرب 1391 ساعت 12:09


اروپايي ټولنه په افغانستان کې د ښې حکومتدارۍ او د عدالت د پلي کولو له پروګرام سره د 60 میلیونه یورو مرسته کوي.

په افغانستان کې د اروپايي ټولني استازي او د مالیې وزیر دا تړون پرون په کابل کي لاسلیک کړ او اروپايي ټولني له افغانستان سره پر خپلو اوږدمهالو مرستو بیا هم ټینګار وکړ.

چارواکي وايي، چې له دې مرستې څخه به څلوېښت میلیونه یورو په هېواد کې د حکومتدارۍ او د قانون د واکمنۍ پرښېګڼه او شل میلیونه به یې عدالت د ټولو لپاره په نوم پر پروګرام ولګول شي.

د چارواکو په وینا د اروپايي ټولني دا مرسته وړیا ده او د دولت د بودیجې له لاري به ولګول شي.


د مطلب کود: 52144

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/52144/اروپايي-ټولنه-په-افغانستان-کې-د-60-میلیونه-یورو-مرسته-کوي

آوا
  https://www.avapress.com