دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۳ عقرب ۱۳۹۱ ساعت ۱۴:۱۷
د مطلب کود : 52155
د پوهنې وزارت په دې اونۍ کې یو ځل بیا د دوو ښوونځیو لپاره نوې ودانۍ پرانېستلې
د ښوونځیو د نویو ودانیو د پرانېستو پردوام، د افغانستان اسلامي جمهوریت د پوهنې وزارت په دې اونۍ کې یو ځل بیا د دوو ښوونځیو لپاره نوې ودانۍ پرانېستلې.
پوهنې وزارت ویاړ لري، چې د هرې ورځې په تېرېدو سره هغه څه ته چې د افغانستان له شریف او مجاهد ولس سره یې ژمنه کړې عملي بڼه ورکوي، چې دادی د کابل ښار په ۱۲ مه ناحیه کې د دوو ښوونځيو لپاره د نویو ودانیو د پرانېستې شاهدان یو.

۱- د قیام الدین خادم عالي لېسه:* دا لېسه ۳۰ درسي ټولګي، ۷ اداري خونې، عصري تشنابونو او نور لازم وسایل لري، چې د ۲۶ میلیونه افغانیو په ټولیز لګښت د دوست هېواد جاپان په مالي مرستې او یونسف ادارې په همکارۍ جوړه شوې ده.
ددې ودانۍ په جوړوېدو سره څه باندې ۲ زره زده کوونکو ته مصؤن ښوونیز چاپېریال برابر شوی، چې له دې جملې ۱۸۹۱یې هلکان او ۳۰۱ نجونې دي او د ۵۳ تنه ښوونکو لخوا په دوه وختونو کې زده کوونکو ته لوست ورکول کېږي.

۲-* د غازي میرزمان خان عالي لېسه: *دا لېسه هم د دوست هېواد جاپان په مالي مرسته د ۲۹۰ زره ډالرو په لګښت جوړه شوې، چې ۱۶ درسي ټولګي، ۸ اداري خونې او نور د اړتیا وړ وسایل لري.
ددې ودانۍ په جوړوېدلو سره هم څه باندې ۲ زره زده کوونکو ته مصؤن ښوونیز چاپېریال رامنځ شوی، چې په دوه وختونو کې د ۴۴ ښوونکو لخوا زده کړې ورکول کېږي.

د پورتنیو لېسو د ودانیو له جوړېدو سره د کابل ښار د پوهنې له نظام څخه ۱۴ خیمې ټولې او د هغو زده کوونکو په شمېر کې چې په مصؤن ښوونیز چاپېریال کې زده کړې کوي د پام وړ زیاتوالی راغی.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcftydt.w6d0taz,iw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته