دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۴ عقرب ۱۳۹۱ ساعت ۱۷:۱۸
د مطلب کود : 52236
حامدکرزي له یو شمېر سیاسي کارپوهانو او د رسنیو له استازو سره وکتل
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس حامد کرزي د هېواد له یو شمېر سیاسي کارپوهانو، د پوهنتون له استادانو او د رسنیو له استازو سره په یوه مشورتي غونډه کې د هېواد د مهمو مسآلو په اړه د هغوی نظرونه واورېدل.

دغه غونډه چې د تېرو مشورتي غونډوپه دوام، نن غرمه په ارګ کې جوړه شوه،برخه والو یې په هېواد کې د انتخاباتو د بهیر، د امریکا او افغانستان ترمنځ د امنیتي تړون او د سولې او ثبات د ټینګښت په اړه خپل نظرونه له حامدکرزي سره شریک کړل.



سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcfv0dt.w6d0maz,iw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته