کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

حامد کرزي د فلسطین پر خاوره د اسرائیلي ځواکونو بریدونه په کلکه وغندل

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 27 عقرب 1391 ساعت 14:30


د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس حامد کرزي د فلسطین پر خاوره د اسرائیلي ځواکونو بریدونه چې د یو شمېر فلسطیني بې ګناه وګړو د مړینې لامل شول، په کلکه وغندل.

د فلسطیني چارواکو د معلوماتو له مخې، له تېرې چهارشنبې راهیسې د فلسطین پر اړوندو سیمو باندې د اسرائیلي ځواکونو د بریدونو او بمبارونو له امله د ۳۰ په شاوخوا کې بې ګناه وګړي وژل شوي او د ۲۷۰ په شاوخوا کې نور ټپیان شوي دي.

د هېواد جمهور رئیس د افغانستان د خلکو په استازیتوب د فلسطین پر بې ګناه وګړو دا ډول بریدونه چې له کلونو راهیسې دوام لري، په کلکه وغندل او غوښتنه یې وکړه چې ډېر ژر دې دا بریدونه او د ملکي وګړیو وژل بند شي.

حامد کرزي زیاته کړه چې ملکي وګړیو ته زیان رسول له هرې خوا او هر چېرې چې وي، د توجیه وړ ندي او د افغانستان اسلامي جمهوریت د یوه فوري اوربند لپاره له هر ډول هڅو څخه ملاتړ کوي.

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس حامد کرزی د فلسطین خلکو ته د خپلې ژورې خواخوږۍ او ډاډګیرنې مراتب وړاندې کوي.


د مطلب کود: 52350

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/52350/حامد-کرزي-د-فلسطین-پر-خاوره-اسرائیلي-ځواکونو-بریدونه-په-کلکه-وغندل

آوا
  https://www.avapress.com