دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۹ عقرب ۱۳۹۱ ساعت ۱۶:۲۶
د مطلب کود : 52501
ولسمشر حامد كرزي،پرون د يكشنبې په ورځ،دافغانستان دشيعه علماوو د شورا له غړو سره ليدنه وكړو.دهغه څه پربنسټ چې پررسينو كې ويل شوي،ددې ليدنې موخه،دتير كال د عاشورا د فاجعې دتكرار د مخنيوي لپاره د دولت او د علماوو دشورا هڅې دي چې په هغې كې،د كابل دحضرت اباالفضل(ع)په منسوب زيارت كې ديو ځان وژونكي بريد په ترڅ كې له ۱۷۰ كسو څخه زيات نفر شهيد او ټپيان شول،سره لدې چې غير رسمي شميرې،لدې شمير زيات ښځي.
پدې ليدنه كې ولسمشر،له شيعه علماوو څخه وغوښتل چې دمحرم په شپو ورځو كې،له احتياط ډك عمل وكړي،ځوانان دې لاحساساتي تهيج څخه ډډه وكړي او دعزاداري د مراسمو د امنيت په پلي كولو كې دې له امنيتي ځواكونو سره مرسته وكړ.
په مقابل كې دشيعه علماوو هم ويلي چې دوئ د تير كال دپيښې د تكرار د مخنيوي لپاره،دعلماوو ديني مبلغانو،ځوانانو،عزادارو ډلو او دمسجدونو او تكيه خانو متوليانو ته،يو كړند ود برابركړى،او په هغه كې،دتيركال د فاجعې له تكرار څخه دمخنيوي لپاره د ځينو موازينو پر رعايت كولو ټينګار شوى دى.
د شيعه علماوو،دشورا غړي محمد اكبري پدې اړه وويل:له مبلغانو او روحانيونو څخه وغوښتل شوي څو په خپلو خبرو كې،دړ ځوانانو د احساساتو د تحريكولو څخه مخنيوي وكړي او په مجموع كې دې هاندوكړي چې د عاشورا مراسم داسې تجليل شي څو د افغانانو ترمنځ د مل يووالي او اسلامي اخوت په تحكيم كې مرستندوي ثابت شي.
شيعه علماوو همدارنګه،د عاشورا د مراسمو د امنيت په تامينولو كې،د امنيتي ځواكونو د كلكې پاملرنې غوښتونكي شول.
په هغه رسمي خبرپاڼه كې چې د ولسمشرۍ درياست په سايت كې خپره شوې،راغلي چې دشيعه علماوو دا غوښتنه د كرزي له لوري منل شوې او ولسمشر امر كړي څو د عاشورا د مراسمو د امنيت د تامين لپاره دې يوځانګړى كميسيون جوړ شي.
پدې حال سره،داسې ښكارې چې ددې اقداماتو هيڅ يو به ونه شي كولاى شي د تير كال د پيښې له تكرار څخه دخلكو او او عزادارنو انديښنې لږې كړي،له بلي خوا،نه دولت او نه دشيعه علماوو شورا هيڅ يوكوم قانوني اهرم په لاس كې نه لري څوخپل نظرونه او ملاحظې پلې كړي،دا اقدامات او ټينګار ونه،زياتره د اخلاقي توصير اړخ لري نه لازم الاجرا كړوندود.
سره لدې چې پدې منځ كې هم دولت،هم امنيتي ځواكونه او هم دعلماوو شورا او وګړيزې ادارې،ځانګړي مسئوليتونه لري چې ټولنيز نظم او امنيت ګې د ګډوډۍ لپاره د زمينې برابرولو مخنيوي وكړي او د عزادارۍ مراسم د خلكو او ښاريانو د تعذيب لپاره په يوې وسيلې تبديل نه كړي،خو داسې ښكاري چې د عزادارې د مراسمو په تجليل كې د ځوانانو د تهييج مخنيوي څه ساده كانه دى،سربيره پردې چې د تيركال د عاشورا پيښې،دهغوئ ډير شورا وشوق لږكړى نه دى،خو دنظم او قانون دو د ټواينزى آرامۍ رعايت ول او ساتنه د هر اوسيدونكي مسئوليت دى او پدې منځ كې د عزادرانو او نور خلكو ترمنځ كوم له بلې خوا،تمه ده چې دوت به هم له شكمنو مواردو سره خورا كلك برخورد وكړي او دمحرم د عزاردارۍ پرمهال به دهر ډول فاجعه زيږونكې پيښې زمينه له منځه ليرې كړي.
ځينې كتونكي پدې اړه ترديدونه مطرح كوي،ددې خلكو په باور،دهيواد امنيتي ځواكونو،له اوس نه څومياشتې ترمخه اعلان وكړ چې د ابوالفضل(ع)د زيارت دپروسږن ځان وژونكي بم اويښودنې دپيښې يوعامل ئې نيولى دى.
خو تر هغې وروستيه،دهغه مجزاتو په اړه-د نورو نيول شوو ترهګرو په څير-هيڅ پته ولګيده او داښئي چې تر اوسه د حكومتي ادارو په داخل كې،له ترهګرو سره د برخورد په اړه څه كلك عزم او اراده نشته.
كتونكي وائيد ترهګرۍ د خطر د كمښت او دپروسږكال د عاشورا په مراسمو دپيښې په څير د ترهګرو پيښود د تكرار د مخنيوي لپاره د ترهګرو له عواملو سره دهيواد د امنيتي او قضائي ادارو له لوري د كلك،قاطع،عيني اوله ځڼد پرته له اساسې لار څخه يوه لارده چې لږترلږ تراوسه ليدل شوى نه دى.
دا په داسې حال كې دى چې د۹۰يم كال د عاشورا د شهيدانو وارثين،د پيښې په ځاى كې،ددې پيښې عامل په دارځړولو غوښتونكي وو،خودا فريادونه هيڅكله دپام وړنه شول او پدې برخه كې يواونى كار چې شوى،په يوه سرك باندې د((كابل د عاشورا د شهيدانو سرك))نوم،د اطلاعات او فرهنګ د وزارت له خوا كيښودل شو اوس.
پدې صفت سره،.دا دليل نه شي كيداى چې شيعه علماء، او عزادارنو خلك او ځوانان دى، د عزادارۍ په مراسمو كې په تجليل كې،له امنيتي ځواكونو سره لازمې مرستې ونه كړي.
عاشورا د ټول اسلامي امت لپاره،له مذهب،ډلې او فكري او فقهي تمايلاتونه له خوا،د درناوۍ او تجليل وړده او ټولو اسلامي فرقو او مذهبونو ترمنځ د ديني يووالي د تحكيم لپاره يوښه فرصت دى.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdca6mnm.49nuw1xhk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته