دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۹ عقرب ۱۳۹۱ ساعت ۱۷:۲۴
د مطلب کود : 52506
دلوګر ولایت ښوونکو ته دولس ورځنۍ روزنیز ورکشاپ جوړ شو
 د لوګر ولایت د مرکز اواړونده ولسوالیو ښوونځیو دساینسي او ریاضي مضامینو ۴۰۰ ښوونکو لپاره دولس ورځنۍ روزنیز ورکشاپ جوړ شو .
په دغه دولس ورځنۍ روزنیز ورکشاپ کې د ساینسي مضامینو په تړاو ښوونکو ته نوې روزنه ور کول کیږي.
د پل علم ښار دمحمدي دارالعلوم کې په دې اړه جوړې شوې غونډه کې دنوموړي ولایت دپوهنې رییس په خپلو خبرو کې دورکشاپ ګډونوال خپلو مسولیتونو ته ځیر کړل او ترې ویې غوښتل چې په ورکشاپ کې وړاندې شوي مسایل په سمه توګه زده او په ښوونځیو کې پلي کړي.
دغه دولس ورځنی ورکشاپ دپوهنې وزارت په مالی مرسته جوړ شوی
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcfvtdt.w6d0xaz,iw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته