دخپریدو نیټه :شنبه ۴ قوس ۱۳۹۱ ساعت ۰۶:۲۹
د مطلب کود : 52759
پاکستان د عاشورا په مناسبت د ټليفوني شبکو فعاليت بند کړ
پاکستان وايي، د عاشورا د مراسمو په وخت يې د امنیت د تضمین او د ترهګرو بریدونو د مخنیوی لپاره د موبایل او بېسیم تیلفون خدمتونه ځنډولي دي.

کراچې ښار چې د پاکستان لوی تجارتي مرکز بلل کیږي په کې دوکانونه بند دي او تجارتي چارې په ټپه دریدلی دي.

تیر کال په کراچې کې د عاشورا پر وخت ځان وژونکې حمله وشوه چې لسګونو کسانو ته یې تلفات واړول .
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcf1edt.w6d0taz,iw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته