دخپریدو نیټه :شنبه ۴ قوس ۱۳۹۱ ساعت ۰۶:۳۹
د مطلب کود : 52760
په کابل کې د عاشورا د لمانځلو لپاره ځانکړي تدابیر نیول شوي دي
د محرم الحرام لسمه په ټوله اسلامي نړۍ کې د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې نمانځل کيږي او خلک په جوماتونو، تکيه خانو او ځیني نورو ځانګړو ځایونو کې دعا ګانې کوي.

په افغانستان کې هم یاده ورځ د شیعه او سني مذهب د پیروانو له خوا لمانځل کيږي.

د کابل ښار د تکيه خانو پر دوازو او دیوالونو او یوشمیر واټونو کې، تورې او شنې ټوټې چې، ایتونه او احادیث پرې لیکل شوي ترسترګو کيږي.

د دې غونډو او محفلونو تنظیموونکی وایي، د مراسمو د ترسره کېدو ټول لګښتونه خلکو پر غاړه اخیستي دي.

د کابل ښار د چنداول د جعفریه جومات مسوول محمدباقر شیخ زاده د دې ورځې د فضیلیت په هکله وویل:

"په هره تکیه خانه، هره جعفریه او هرجومات کې د عاشورا ورځ خلک شخصي لګښتونه کوي، امام حسین "رح" د خلکو په زړونو کې احساس اچولی دا احساس اوس هم ژوندی دی، خلک په جذبو او احساساتو سره دا ورځ نمانځي او روح ته دعاګانې کوي."

په دی ورځ په کابل ښار کې خلک خیراتونه کوي، اوبه، شیدې، شربتونه او داسې نورخوراکي مواد نورو ته ورکوي.

ښاغلي شیخ زاده وویل، داهغه ورځ ده، چې د اسلام د پیعمبر (ص) لمسی "حضرت امام حسین" د ده له دوه اویا یارانو سره د کربلا په دښته کې شهید کړی شو؛ له همدې امله خلک د انحضرت روح په جذبو او احساساتو سره دعا کوي.

ځیني کابل ښاریان وایي، باید په دې مراسمو کې له پوره احیتاط څخه کار واخیستل شي؛ ترڅو د نورو د ستونزو سبب نه شي:

"زموږ هیله دا ده، چې دا ورځ په ډیر احیتاط سره ونمانځل شي او داسې بې احتیاطي په کې ونه شي، چې نوروته په کې زیان ورسیږي."

د افغانستان جمهورريیس حامد کرزي هم څو ورځې مخکې د دی ورځې د نمانځغونډو له مسوولینو هیله وکړه؛ چې په دی ورځ له بشپړ احیتاط او زیرکي څخه کار واخلي، څو مخالفین ونه شي کړای، چې دا مبارکې غونډې زیانمنې کړي.

تیرکال په همدې ورځ د کابل په مراد خانۍ سیمه کې د ابوالفضل (رح) د زیارت مخې ته، د دعاکوونکو په غوڼده دیوه ځان وژونکي برید په نتیجه لسګونه تنه مړه او ټپیان شوي وو.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdchvqnm.23ni-djyt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته