کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په ميدان ودرګو ولايت کې يو طالب قوماندان نيول شوي او ( ۶) نور يې وژل شوي دي

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 5 قوس 1391 ساعت 13:34


دمیدان وردګو ولایت په سیداباد ولسوالۍ کې دافغان او نړیوالو ځواکونو په ګډو عملیاتو کې دطالب وسلوالو یو تن ځایي قوماندان نیول شوي او (۶) نور وسلوال مخالفین وژل شوي دي.

دګډو ځواکونو دهمغږۍ مرکز دمعلوماتو له مخې دنوید په نوم دغه عملیات چې ددې ولایت په بېلابېلو ولسوالیو کې پیل شوي د لیندۍ په ۴ نیټه دسیداباد ولسوالۍ د باغک او ډنډو کې په سیمه کې دغه عملیات پیل چې ترشپې پاي ته ورسیدل چې له امله یې دځايي طالبانو یو قوماندان سیدولي یې ژوندی نیول شوی او دنوموړي (۶) مسلح کسانو دتیښتې هڅه کړې چې د ایساف په هوايي برید کې دغه ټول ۶ تنه مسلح طالبان چې په موټر سایکلونو سپآره ول وژل شوي دي.

په دغو عملیاتو کې ګډو ځواکونو ته کوم تلفات ندي اوښتي.






د مطلب کود: 52809

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/52809/په-ميدان-ودرګو-ولايت-کې-يو-طالب-قوماندان-نيول-شوي-او-۶-نور-يې-وژل-دي

آوا
  https://www.avapress.com