دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۸ قوس ۱۳۹۱ ساعت ۱۸:۰۶
د مطلب کود : 53011
د ننګرهار په لعلپورې ولسوالۍ کې اته تنه وسله وال طالبان وژل شوي
د ننګرهار په لعلپورې ولسوالۍ کې اته تنه وسله وال طالبان وژل شوي.

د لعلپورې ولسوال عبدالقیوم وايي، تیره شپه شاوخوا دولس بجې وسله والو طالبانو د ولسوالۍ پر ودانۍ برید کړی، چې د دوي د امنيتي ځواکونو په ځوابي برید کې اته تنه وسله وال طالبان وژل شوي دي.

نوموړی وايي له وسله والو څخه دوی یوه اندازه وسلې او مهات هم نیولي دي.

په ورته وخت کې په ختیځ کې د سرحدي پولیسو ویاند ادریس مومند وايي،چې په لعلپورې ولسوالۍ کې د امنيتي ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ دوه ساعته نښته شوې،په کې له لسو ډير طالبان وژل شوي دي.

بلخوا وسله وال طالبان دعوه کوي،چې دوی پر یادې ولسوالۍ او ورسره پر امنيتي پوستو درانه بریدونه کړي،چې په کې شپږو امنيتي کسانو ته يي مرګ ژوبله وراړولې ده.

خو دواړه غاړې د یوه او بل ادعاوې نه مني.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس (آوا)
https://avapress.com/vdchzvnm.23nxzdjyt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته