دخپریدو نیټه :شنبه ۱۱ قوس ۱۳۹۱ ساعت ۱۶:۲۵
د مطلب کود : 53145
ایساف د فاریاب په المار ولسوالۍ کې د ازبکستان اسلامي غورځنګ یو مهم قوماندان وژلی
ایساف خواکونه وايي، چې د فاریاب ولایت په المار ولسوالۍ کې یې د ازبکستان اسلامي غورځنګ یو مهم قوماندان له دوو نورو وسلوالو سره وژلی دی.

د دغو ځواکونو له خوا نن په خپره شوې اعلامیه کې راغلي، چې شکرالله د څه مودې وړاندې په ځان وژونکو بریدونو کې لاس درلود، چې له امله یې د لوی اختر په ورځ په میمنه کې۴۱ کسان ووژل شول.

اعلامیه زیاتوي، چې دغه قوماندان په سرپل ولایت کې د سړک غاړې په بمي چاودنو کې هم لاس درلود.

له بلې خوا ایساف د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د یو شمېر نورو وسلوالو د وژلو او نیولو خبره هم کړې ده.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcftydt.w6dmjaz,iw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته