دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۴ قوس ۱۳۹۱ ساعت ۱۱:۰۸
د مطلب کود : 53295
ولادمیر پوتین په استنبول کې د ترکيي له صدراعظم رجب طیب اردوغان سره وکتل


د روسېې ولسمشر ولادمیر پوتین تیره ورځ په استنبول کې د ترکيي له صدراعظم رجب طیب اردوغان سره وکتل.

دواړو مشرانو د سورېې د شخړې او د مسکو او انقرې ترمنځ د سوداګریځو اړیکو د پراخوالي په اړه خبرې وکړې.

د روسيي او ترکېي ترمنځ اړیکي په سوریه کې د روانې شخړې پر سر کړکیچنې شوي دي.

ولادمیر پوتین د سورېې د روانې شخړې په اړه وویل:

((موږ نه غواړو هغه څه بیا تکرار شي کوم چې مونږ د نزدې ماضي خپلې خطاګانې ګڼو.

راځئ چې په یاد کړو چې څومره لویدیځه ټولنه د لیبیا له یاغایانو څخه د ملاتړ په برخه کې فعاله وه.

چا دا پیشبیني کولای شوه چې هم هغه خلک به چې لویدیځ يې ملاتړ کړی وو ،د متحده ایالاتو د سفیر د وژلو تر غمیزې پورې لاړ شي.))

په تیر اکتوبر میاشت کې ترکېې د سوريي یوه الوتکه چې له مسکو څخه دمشق ته په هوا کې وه ددې لپاره چې معلومه کړي د بشار الاسد رژیم ته خو په کې پوځی مرستې نه لیږدول کیږي ،د پلټولو لپاره پر خپله خاوره راکوزه کړه .

روسیه د سورېې د حکومت له کلکو ملاتړو څخه ده او ددغې هیواد په روانه شخړه کې هر ډول بهرنۍ مداخله ردوي . 

سرچنیه: ازادی رادیو

https://avapress.com/vdcbs5bs.rhbf9p3qur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته