کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په ننګرهار کې د امنیتي ځواکونو او طالب وسله والو ترمنځ نښته شوې

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 15 قوس 1391 ساعت 12:35


د ننګرهار په بټي کوټ ولسوالۍ کې وسله وال طالبان او امنيتي کسان یو او بل ته د مرګ ژوبلې د اړولې ادعاوې کوي.

د بټي کوټ امنیه قومندان هدایت ازادۍ راډيو ته ویلي، چې تیر ماښام ناوخته وسله والو طالبانو د دوی پر امنيتي کسانو برید کړی؛ چې د دوی په مقابل برید کې د طالبانو یو تن وژل شوی او دوی ته زیان نه دی رسیدلی.

بل خوا وسله والوطالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وايي؛ چې د بټي کوټ په فارم چهار سیمه کې يې د پولیسو پر یوه رینجر چاودنه کړې؛ چې په پایله کې پینځه تنه امنیتي کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې.


د مطلب کود: 53380

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/53380/په-ننګرهار-کې-د-امنیتي-ځواکونو-او-طالب-وسله-والو-ترمنځ-نښته-شوې

آوا
  https://www.avapress.com