کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د افغانستان، پاکستان او بریتانیې د بهرنیو چارو وزیرانو غونډه وکړه

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 16 قوس 1391 ساعت 18:41


افغانستان، پاکستان او بریتانیا درې اړخیزه غونډه و کړه.

په کابل کې د بریتانیا سفارت نن په یوې مطبوعاتي اعلامیې کې وویل؛ چې تیره ورځ په دې غونډه کې د دریو واړو هیوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو برخه لرله.

په دې ناسته کې د افغانستان په مشري د سولې د بهیر، له افراطیت سره د مبارزې پر ګډو هڅو او سمیه ییزې سولې خبري وشوې.

د اعلامیې له مخې په دې غونډه کې د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر ویلیام هیګ وویل؛ چې هیواد یې د افغانستان په مشری د سولې له بهیره ملاتړ کوي او دغه راز یې له دې هرکلی وکړ، چې افغانستان او پاکستان په خپلو کې د ستراتیژیکو همکاریو د تړون په لاسلیک کیدو سلا شوي دي.
سرچینه: ازادی رادیو


د مطلب کود: 53481

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/53481/د-افغانستان-پاکستان-او-بریتانیې-بهرنیو-چارو-وزیرانو-غونډه-وکړه

آوا
  https://www.avapress.com