کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ولسمشر کرزی: د ترکیې په غونډه کې به پر اسدالله خالد د برید په اړه پاکستانه وضاحت غواړو

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 18 قوس 1391 ساعت 17:40


افغان ولسمشر وایي، چې د ترکیې په غونډه کې به د ملي امنیت په رییس د شوې حملې په اړه له پاکستان څخه وضاحت وغواړي.

ښاغلي کرزي، چې د امنیت په رییس یې له ځان وژونکې حملې دوه ورځې وروسته نن په کابل کې یوې خبري غونډې ته وینا کوله؛ وويل، چې دا حمله هم په پاکستان کې پلان شوې وه.

"په دې برخه کي موږ له پاکستاني چارواکو سره خبري کوو؛ کومې حملې چې د پاکستان له کویټې څخه پلان او ترسره کیږي، په دې برخه کې یې کوم اقدامات کړی او ترسره به کړي او دغه حمله چې په اسدالله خالد رامنځ ته شوې، دا هم په پاکستان کې ترتیب شوې وه او له هغې ځې نه راغلی و."

خو له دې سره سره ښاغلي کرزي وویل، چې د سولې هڅې او په دې برخه کې له پاکستان سره تماسونه به د پخوا په شان دوام ولري.

اسداله خالد د پنجشنبې په ورځ له ماسپښین وروسته په خپل میلمستون کې په یوه ځان وژونکې حمله کې ټپي شو او اوس په برګرام کې د امریکایانو په پوځي روغتون کې تر درملنې لاندې


د مطلب کود: 53570

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/53570/ولسمشر-کرزی-د-ترکیې-په-غونډه-کې-پر-اسدالله-خالد-برید-اړه-پاکستانه-وضاحت-غواړو

آوا
  https://www.avapress.com