د غزنی سيمه ييز چارواکي وايي نن تر غرمې وړاندې د کابل کندهار پر لويه لاره د غزني په اوبند ولسوالۍ کې شوې ده؛ چې له امله يې څوارلس تنه مسافر زخمي شوي دي.
پېښه د يو درې سوه درې موټر او ټېلر د ټکر له امله شوې ده.
د غزني د ملکي روغتون رييس باز محمد همت وايي، چې د پېښې له ځای څخه دوی ته څوارلس تنه زخميا ن ور وړل شوي دي.
دی وايي په زخمي شويو کسانو کې د څلورو تنو حالت نازک دی.
ويل کېږي، چې ټکر د درې سوه درې موټر د چلوونکي د بې احتياطۍ له امله شوی دی.
تر اوسه دا نه مالومه چې د مسافرو درې سوه درې موټر د کوم شرکت دی؛ خو تر دې وړاندې د کابل کندهار پر لويه لاره زيات ټکرونه د احمدشاه بابا په نامه د شرکت موټرونو کړي دي.
څه موده وړاندې هم د همدې شرکت يو بل موټر هم په غزني کې له يو ټېلر سره ټکر کړی و؛ چې له امله يې لسګونه تنه مسافر مړه شوي وو.