دخپریدو نیټه :شنبه ۱۸ قوس ۱۳۹۱ ساعت ۲۲:۰۶
د مطلب کود : 53603
پر اسدالله خالد باندې په تروریستي بریدکې لوی ماهر لاسونه ښکیل دي
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس حامدکرزي د ملي امنیت پر لوی رئیس اسدالله خالد باندې د تروریستي برید عوامل، په افغانستان کې د سولې د ټینګښت لپاره د هغه نه ستړې کېدونکې هڅې، زړورتیا او د هېواد په امنیتي نظام کې د ځینو نیمګړتیاو شتون وبلل.

حامدکرزي چې نن یې په ارګ کې په یوه خبري ناسته کې له خبریالانو سره خبرې کولې
وویل: د اسدالله خالد روغتیا د ډاډ وړ ده او په ده باندې د برید د پیښې څیړنه
په جدي ډول پیل شوې ده.

ده، وویل: برید کوونکي تر خپلو جامو لاندې بم ځای پرځای کړی و او ښاغلي خالد د هغه رسم او احترام له مخې چې افغانان یې خپل میلمه ته لري خپلو کارکوونکو ته لارښوونه کړې وه چې ده ته راتلونکی میلمه ډیر تلاشي نه کړي.

د هېواد جمهوررئیس همدا راز د افغانستان په امنیتي نظام کې د دا ډول لیدنو کتنو لپاره په امنیتي پلان کې ځینو نیمګړتیاوو ته اشاره وکړه، وې ویل: له بده مرغه اوس هم د ځینو رواجونو او میلمه ته د زیات احترام له امله داسې پیښې رامنځته کیږي، چې باید جدي تدابیر ونیول شي ترڅو هم د میلمه درناوی وشي او هم د دا ډول پیښو مخه ونیول شي.

حامدکرزي پر اسدالله خالد باندې تروریستي برید یو ډارن او د ټولو افغاني غوره دودنو پرخلاف عمل وباله.
د هېواد جمهوررئیس وویل: د تېر په څېر دا ځل هم طالبانو ظاهرا" د ملي امنیت پر رئیس باندې د تروریستي برید مسوولیت پرځان منلی دی خو په کومه پیچلتیا او مهارت چې دغه بم د بریدکوونکي په ځان کې ځای پرځای شوی و، هغه د طالب کار نه دی ځکه چې دا په بشپړه توګه یو مسلکي او انجینري شوی کار دی او په دې کې لوی ماهر لاسونه ښکیل دي.

حامدکرزي وویل: هرځل چې د سولې په روان بهیرکې کوم پرمختګ او یاهم بریالیتوب
ترلاسه کیږي، په افغانستان کې په مهمو کسانو باندې دا ډول تروریستي بریدونه
ترسره کيږي چې په استاد رباني او احمدولي کرزي باندې تروریستي ځان مرګي
بریدونه یې څرګندې بیلګې دي. هرڅوک چې وطن دوست دی په هغه باندې برید کیږي.

دا ځل هم له هغې وروسته په اسدالله خالد باندې تروریستي برید ترسره شو چې د
سولې دعالي شورا د رئیس صلاح الدین رباني په مشرۍ یوه پلاوي پاکستان ته بریالی
سفر درلود.

د هېواد جمهوررئیس څرګنده کړه دا چې دا کار چا کړی دی په ډیر دقت او جدیت سره
یې په څیړنه بوخت یو، د پیښې د جزیاتو له معلومیدو وروسته به افغانستان خپل
شدید غبرګون ښکاره کړي.

حامدکرزي وویل موږ څو ورځې وروسته په ترکیه کې ګډه ناسته لرو چې له پاکستاني چارواکو سره به دا مسایل په څرګنده توګه مطرح کړو او ورته وبه وایو چې دغه بریدونه له کویټې څخه پلان کیږي، دوی یې د مخنیوي په اړه کوم اقدامات کړي او یا یې کوي؟

د هېواد جمهوررئیس هیله وکړه چې پاکستان په دې اړه ورته سم معلومات ورکړي او د مخنیوي لپاره یې په په صادقانه او جدي ډول همکاري وکړي ترڅو هغه ګمانونه چې د پاکستان په اړه د افغانستان له خلکو سره شته له منځه لاړ شي.

ده، وویل موږ به پر اسدالله خالد باندې د برید په اړه له پاکستان څخه وضاحت
وغواړو ترڅو هغه معلومات چې د دوی په اختیارکې دي له موږ سره شریک کړي، دا ځکه
موږ پوهیږو چې دا کس د میلمه په نوم له پاکستانه راغلی و، خو دا کاربه له دې
هېواد سره د اړیکو، تماسونو او خبرو اترو د پای ته رسېدلو په معنی نه وي.

حامدکرزي وویل: موږ دې ته هم متوجې یو چې د لویدیځ یو شمېر رسنیو له هغه
وړاندې چې اسدالله خالد د ملي امنیت د لوی رئیس په توګه په دنده وګمارل شي، د هغه
پرخلاف تبلیغات پیل کړل. همدا راز د ډیلي بییست په نوم یوې لویدیځې رسنۍ د نوامبر
په ۱۲مه داسې خبر خپورکړ چې د ملي امنیت د رئیس په توګه د اسدالله خالد له
مقررۍ وروسته په کویټه کې د طالبانو پرخلاف بریدونه پراخ شوي دي.

د هېواد جمهوررئیس وویل دا ډیره مهمه او د غور وړ مسله ده چې یوه امریکایي
رسنۍ د یو هېواد د ملي امنیت د رئیس په اړه چې له مقرریدو څخه یې یوه میاشت
هم نه ده تېره شوې معلومات لري او وایي چې نوموړی د پولې هاغه خوا د طالبانو
پرخلاف عملیات کوي.

دا خبره سمه نه ده او موږ هیڅکله هم داسې کار کړی نه دی او نه دا زموږ تګلاره
ده. خو که چیرې دا د اسدالله خالد تګلاره هم وای په یوه میاشت کې پوخوالي ته
نه رسیدله او نه هم څوک له هغې څخه خبریدلای شو. دا ټول هغه مسایل دي چې موږ
یې باید پیوندونه پیداکړو او د دغې پیښې عاملین ولټوو.





سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcexp8n.jh8x7i6rbj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته