دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۹ قوس ۱۳۹۱ ساعت ۱۴:۰۶
د مطلب کود : 53627
وسله وال طالبان وايي د دوی استازي به د سولې په اړه د پاریس غونډه کې ګډون کوي
وسلوالو طالبانو تاييد کړه چې د دوى دوه استازي به په پاريس کې په جوړېدونکي کنفرانس کې برخه واخلي، چې د افغانستان د سولې پر مسئله په کې خبرې کېږي.

د دې ډلې وياند ذبيح الله مجاهد افغان اسلامي اژانس ته ويلي؛ د دوى دوه استازي شهاب الدين دلاور او محمد نعيم به په دغو خبرو کې برخه واخلي.

دغه کنفرانس د يوې څېړنيزې ادارې په نوښت روانه مياشت د فرانسې په مرکز پاريس کې جوړېږي؛ چې د افغانستان سياسي اپوزيسيون او ځينو کارپوهانو ته هم په کې د ګډون بلنه ورکړل شوې ده.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdca0inm.49neu1xhk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته