دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۰ قوس ۱۳۹۱ ساعت ۱۶:۵۴
د مطلب کود : 53713
ایساف وایي، د پکتیا په سید کرم ولسوالۍ کې د حقاني شبکې یو مهم مشر نیول شوی
ایساف وایي، د پکتیا په سید کرم ولسوالۍ کې د حقاني شبکې یو مهم مشر نیول شوی دی.

دغو ځواکونو نن د یوې اعلامي په خپرولو سره ویلي چې دغه نیول شوی کس د افغان او بهرنیو ځواکونو په ګډو عملیاتو کي نیول شوې.

اعلامیه زیاتوي چې د حقاني شبکي دغه مشر افغان او بهرنیو ځواکونو ته د سړک غاړي ماینونه او وسلوالو ته وسلې برابرولي.

په دغو عملیاتو کي ماینونه،د وسلو یوه زیرمه او ځېنې نور تسهیلات هم د آیساف ځواکونو لاس ته ورغلي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcgwu9n.ak9wq4g1ra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته