کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

داسلامی ویښتیابهیراودسیمې انقلابونه بایدله نړیوال استکبارسره خپل واټن معلوم کړي

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 22 قوس 1391 ساعت 12:37


حضرت آیت الله العظمی امام خامنه ای پرون په تهران کې داسلامی ویښتیا او د پوهنتونونوپه نړیوال کنفرانس کې ګډون کونکوسلګونوپوهانو او استاذانوپه ټول کې داسلامی ویښتیاداهمیت په بیانولوسره داسلام اواسلامی شریعت دمقام په باب جامع تحلیل اوهمدارازدانقلاب کونکو هیوادونو دخلکو رول په باب ځانګړنې او دهغوي په وړاندې خطرې او ګواښونو په اړه تحلیل وړاندې کړ .

دوي همداراز دملتونو په نیکمرغۍ او ژغورنې کې دټولنې دپوهانو اوشخصیتونو رول ته په اشارې سره ټينګار وکړ له دې منظره،داسلامی ویښتیااوداسلامی نړۍدپوهنتونونو د استاذانودغه غونډه له ډیراهمیته برخمنه ده داسلامی انقلاب معظم لارښود دژغورنې او نیکمرغۍ په لور دټولنې دخوځښت لپاره د استاذانو ،شخصیتونو او متفکرانو درول لوبولو اصلی شرط اخلاص ،شجاعت ،هوښیاري ، کار اوزیار او دتمو نه درلودل وبلل او روښانه ئې کړه اسلامی ویښتیا او په اسلامی امت کې ددغې ویښتیا رسوخ او نفوذ لویه پيښه ده چې نن سبا نړۍ ورسره مخامخ ده او په ځينو هیوادونو کې هم دانقلاب او دفاسدو رژیمونو دبدلیدا سبب شوي دي حضرت آيت ا...العظمی سیدعلی خامنه اي داسلامی ویښتیاډيره ژوره او پراخه څپه وبلله اوداسلامی ویښتیاله عبارته ئې ددښمنانوویرې ته په اشارې سره زیاته کړه دوي ډیر ې هلې ځلې کوي څوپه سیمې کې داوسني لوي حرکت لپاره داسلامی ویښتیاعنوان ونه کارول شي،ځکه دښمنان دحقیقي اسلام نندارې ته له وړاندې کولو سخته ویره لري دوي همداراز ټینګار و کړ هغوي له داسې اسلامه چې دډالرو غلام ،په فساد اواشراف پالنې کې ډوب وي او په خلکو کې نفوذ ونه لري ، نه ویریږي خو له هغه اسلامه ویریږي چې دخلکو په پرګنو کې نفوذ لري ، پر خداي توکل لري ، او له الهي ژمنې سره سم وي . 

امام خامنه ای د همداراز وفرمایل مونږ باوري یو اوسنی لوي خوځښت یوه اسلامی حقیقي ویښتیا ده چې په دومره آسانۍ سره به هم منحرفه نشي دوئ همداراز ېساته کړه ددغو حرکتونو او انقلابونو په تیره بیاپه مصر او تیونس او لیبیا کې تاوان پيژندنه هغه لومړنی ټکی ؤچې داسلامی انقلاب معظم لارښو دورته اشاره وکړه اووې فرمایل ددغو تاوان پيژندنو ترڅنګ باید ددغو انقلابونو موخې هم بیان شي ځکه که هدفونه مشخص نه وي نو بیا به لالهاندي رامنیځةشي چې ډیرې بدې پایلې به ولري


د مطلب کود: 53835

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/53835/داسلامی-ویښتیابهیراودسیمې-انقلابونه-بایدله-نړیوال-استکبارسره-خپل-واټن-معلوم-کړي

آوا
  https://www.avapress.com