کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

افغانستان، ترکیې او پاکستان پر اسدالله خالد تروریستي برید په کلکه وغانده

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 23 قوس 1391 ساعت 10:15


د افغانستان، ترکیې او پاکستان د مشرانو اوومې دری اړخیزې ناستې د افغانستان د
ملي امنیت پر لوی رئیس وروستی تروریستي برید په کلکه وغانده.

یادو دریو هېوادونو موافقه وکړه چې د افغانستان او پاکستان د اړوندو چارواکو یوه ګډه کاري ډله به پر اسدالله خالد د وروستي ځانمرګي برید پېښه وڅېړي.

د دریو هېوادونو د لوړ پوړو چارواکو د دوه اړخیزو او دری اړخیزو ناستو وروسته، د افغانستان، ترکیې او پاکستان جمهور رئیسانو په یوه ګډ خبري کنفرانس کې برخه واخیسته او د خپلو مذاکراتو په اړه یې رسنیو ته معلومات ورکړل.

د ترکیې جمهور رئیس د یادو شویو دریو هېوادونو تر منځ اوومه دری اخیزه غونډه د
ډېر اهمیت وړ وبلله.

ده وویل چې نننۍ اوومه دری اړخیزه ناسته په سیمه کې د یادو شویو دریو هېوادونو
د یووالي او اتحاد لپاره یو مهم ګام دی.

عبدالله ګل زیاته کړه چې پرون او نن د دریو هېوادونو لویو درستیزانو، امنیتي لوړ پوړو چارواکو، د ترانسپورت او فوائد عامې وزیرانو له یو بل سره وکتل او په دفاعي، امنیتي او ترانسپورتي برخو کې یې د همکاریو په اړه مذاکرات وکړل.

عبدالله ګل زیاته کړه چې د افغانستان، ترکیې او پاکستان تر منځ دری اړخیزې ناستې به ددغو هېوادونو تر منځ اړیکې لاپسې پراخه او پیاوړې کړي.

په دغه مطبوعاتي کنفرانس کې د افغانستان جمهور رئیس د ترکیې د جمهور رئیس او خلکو د ښې او ګرمې مېلمه پالنې او دغه راز د اوومې دری اړخیزې ناستې د کوربه توب له امله مننه وکړه.

حامد کرزي زیاته کړه چې د افغانستان، ترکیې او پاکستان مشرانو په سیمه کې د افراطیت او تروریزم د له منځه وړلو په هکله هر اړخیزې خبرې وکړې او په دې برخه کې یې پر نږدې همکاریو ټینګار وکړ.

د هېواد جمهور رئیس ترورېزم نه یوازې د افغانستان، بلکې د ټولې سیمې لپاره ستر ګواښ وباله او پدې برخه کې یې د پاکستان او سیمې د هېوادونو د عملي او جدي ګامونو د پورته کولو غوښتنه وکړه.

ده زیاته کړه چې موږ په خپلو دوه اړخیزو او دری اړخیزو ناستو کې په افغانستان
او سیمه کې د سولې د پروسې په اړه خبرې وکړې چې په دې هکله یوه اندازه
پرمختګونه هم رامنځ ته شول.

دغه راز په دې مطبوعاتي کنفرانس کې د پاکستان جمهور رئیس آصف علي زرداري وویل
چې ترورېزم د افغانستان او پاکستان دواړو هېوادونو لپاره یو لوی ګواښ دی او
هېواد به یې د نوموړې پدیدې په له منځه وړلو کې خپله پوره ونډه ادا کړي.

له مطبوعاتي کنفرانس وروسته د افغانستان، ترکیې او پاکستان د مشرانو لخوا ګډه
اعلامیه خپره شوه چې په هغه کې د دری اړخیزو اړیکو د لاتقویې، امنیتي او نظامي
همکاریو، په سیمه کې د ثبات د ټینګښت او د دریو هېوادونو تر منځ د ترانسپورت،
اقتصاد او زیربناګانو په برخو کې د همکاریو پر اهمیت ټینګار وشو.


د مطلب کود: 53897

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/53897/افغانستان-ترکیې-او-پاکستان-پر-اسدالله-خالد-تروریستي-برید-په-کلکه-وغانده

آوا
  https://www.avapress.com