دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۳ قوس ۱۳۹۱ ساعت ۱۳:۲۶
د مطلب کود : 53917
په پاکستان کې د افغان مهاجرو د اوسیدو موده تمدید شوه

په پاکستان کې د افغان مهاجرو د اوسیدو موده تمدید شوه.

د پاکستان حکومت وویل، د افغان مهاجرو د قانوني استوګنې موده به چې ټاکل شوې وه د ډسمبر په دیرشمه پای ته ورسیږي، شپږمیاشتې نوره اوږده شي.

حکومت وایي، ۱،۶ میلیون راجسترشوي او یومیلیون غیرراجسترشوي افغانان په پاکستان کې اوسي.

څیړونکي وایي، اکثره دغه افغان مهاجر د افغانستان تلو ته په دې زړه نه ښه کوي چې ویني تراوسه یې هیواد کې نا امني او بې وزلي زیاته ده.

د پاکستان حکومت ویلي چې په زور به افغانان له هیواده ونه باسي، خو دې ته یې هڅوي چې په خپله خوښه بیرته خپل وطن ته ستانه شي.





پنجشنبه ۲۳ قوس
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdccmoqp.2bq1s8j5a2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته