کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د بخښنې نړېوال سازمان: پاکستان دې په قبایلي سیمو کې قانوني سیستم کې اصلاحات راولي

د صدای افغان خبری آژانس(اوا) , 23 قوس 1391 ساعت 20:00


د بخښنې نړېوال سازمان د پاکستان له حکومته وغوښتل، چې د دغه هېواد په شمال لویدیځ کې په قبایلي سیمو کې قانوني سیستم کې اصلاحات راولي.

د بخښنې نړېوال سازمان چې مرکز یې په لندن کی دی، په خپل نوي رپوټ کې څرګنده کړې ده، چې څرنګه په قبایلي سیمو کې بې قانوني د بشري حقونو تر پښو لاندې کولو ته لاره هواروي او شخړې رامنځته کوي.

دغه رپوټ ته د ظلم لاس نوم ورکړل شوی دی او پکې ویل شوې دي چې وسله وال له نوي امنیتي قانونه د معافیت ګټه اخلي، ځکه چې دا قانون له اساسي قانون سره سم نه دی.

په رپوټ کې له بشري حقونو څخه د سرغړونو خبر ورکړل شوی دی، لکه په ګڼو پیښو کې تشدد شوی، په محکمو کې خلک وژل شوي او خلک د اوږدې مودې په مخه په توقیف کې پاتې شوې دي پرتله له دې چې قانوني مراجعو ته مخه کړي.

د بخښنې نړېوال سازمان همداراز طالبان او نورې وسله والې ډلې یادې کړې دي چې یو مخ ملکیانو ته پاملرنه نه کوي یو مخ له قانونه سرغړونه کوي، د بشري حقونو پر فعالانو بریدونه کوي، پر مرستندویه کارکوونکو او خبریالانو حملې کوي.





پنجشنبه ۲۳ قوس


د مطلب کود: 53960

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/53960/د-بخښنې-نړېوال-سازمان-پاکستان-دې-په-قبایلي-سیمو-کې-قانوني-سیستم-اصلاحات-راولي

آوا
  https://www.avapress.com