دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۷ قوس ۱۳۹۱ ساعت ۱۷:۱۹
د مطلب کود : 54192
اوباما د ۲۶ وژل شویو زده کوونکو د ویر په مراسمو ګډون وکړ
متحدو ایالاتو جمهور رییس بارک اوباما د دې هیواد په شمالي ایالت کنکتیکټ کې پر یوه ابتداييه ښوونځي په حمله کې د وژل شويو کسانو له کورنیو سره غم شریکي وکړه.

په وژل شویو کې شل تنه د ښوونځي زده کونکي او پاتې شپږتنه ښوونکي او کارکونکي وو.

د وژل شویو ماشومانو عمرونه د شپږو او اوو کلونو ترمنځ وو.

ولسمشر اوباما د دې کسانو د یادونې او درناوي لپاره د ویر په ځانګړو مراسمو کې د ګډون لپاره د نیوټون ښار ته تللی وو او خلکو ته یې وویل:

"دلته نیوټوڼ ته، زه راغلی یم، چې د ټول ولس مینه او خواخوږي تاسو ته وړاندې کړم. زه ښه پوهیږم، چې ستاسې غم دومره ژور دی، چې یوازې کلمات یې عمق ته نه شي رسیدلای او نه هم ستاسې زخمي زړونه رغولای شي."

د امریکا پولیسو ويلي، چې د کنکټیکټ ایالات د نیوټوڼ په ابتداییه ښوونځي کې پر زده کونکو او ښوونکو دا وسله واله حمله د "اډم لانزا" په نوم یوه شل کلن هلک کړې وه.

اډم لانزا اول په خپل کور کې، خپله مور وژلې وه او بیا ښوونځي تللی وو او هلته یې پر زده کونکو ډزې کړې.

اډم لانزا وروسته ځان هم وژلی دی.

ولسمشر اوباما پرون وویل، چې د ده په څلور کلنه دوره کې دا څلورمه ورته حمله ده.

ده پر خپلو خلکو غږ وکړ، چې د داسې تشدد د پای ته رسولو لپاره سره یو لاس شي.

جمهور ریس اوباما وویل:

"موږ نور دا نه شو زغملای. دا تراژيدۍ باید پای ته ورسیږي. د دې پای ته رسولو لپاره باید موږ تغییر وکړو.

موږ ته ویل کیږي، چې د داسې تشدد عوامل پيچلي دي، دا ریښتیا ده. هیڅ قانون په یوازي توګه او یا د قوانینو مجموعه نه شي کولای، چې شیطان له نړۍ ورک کړي او یا زموږ په ټولنه کې د داسې بې مفهومه تشدد مخنیوی وکړي؛ خو دا په دې معني نه ده، چې موږ هیڅ ونه کړو."

سره له دې، چې د امریکا جمهور رییس د داسې پيښو د مخنیوي لپاره د تازه اقداماتو د ترسره کولو یادونه وکړه، خو نور جزیات یې نه دي ورکړي. 

سرچینه:ازادی رادیو
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcirzaw.t1a5326kct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته