دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۹ قوس ۱۳۹۱ ساعت ۱۷:۴۴
د مطلب کود : 54341
د کندهار په سپین بولدک کې اتو سرحدي پولیسو ته د خپل یوه ملګري له خوا زهر ورکړل شوي
د کندهار په سپین بولدک ولسوالۍ کې تیره شیپه اتو سرحدي پولیسو ته د خپل یوه ملګري له خوا زهري مواد ورکړل شوي، چې له کبله یی څلور پولیس مړه شوي دي.

د کندهار د والی ویاند جاوید فیصل ازادۍ راډیو ته وویل، چې پاتې پولیس د درملنې لپاره روغتون ته انتقال شوي دي.

دی زیاتوي، چې مجرم له سیمي په تیښته بریالی شوی دی او د نیولو لپاره یي هڅې رواني دي.

خو طالبانو بیا ادعا کړې، چې په دې پيښه کې نهه سرحدي پولیس له یوه قومندان سره وژلي دي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcezx8n.jh8eei6rbj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته